د لاس رسي وړ اتصالات

کرزئ د کابینی د اویا فیصده وزیرانو په  ردیدو خوشاله نه دی


د افغانستان د جمهور ریس حامد کرزی نطاق وایی چی د پارلمان لخوا د کابینی د اویا فیصده غړو د رد کیدو له امله هغه خوشحاله نه دی.

وحید عمر نن په یوه خبری کنفرانس کی وویل چی که څه هم د ولسی جرگی د غړو پریکړه د حکومت لپاره په زړه پوری نه وه خو جمهور ریس اساسی قانون ته درناوی کوی او پارلمان ته به نوی کاندیدان ورمعرفی کړی.

د ولسی جرگی غړو پرون سری رایی گیرۍ وکړی او د کابینی د ٢۴ کاندیدانو نه یی ١٧ کاندیدان رد کړل . د ښځو د چارو د وزارت لپاره یوازینی ښځینه کاندیده هم رد شوه.

د اوبو او برښنا وزیر اسمعیل خان چی پخوانی جنگ سالار دی او د بشر د حقوقو په سرغړونو تورن شوی دی هم په رد شوو کاندیدانو کی شامل دی.

په افغانستان کی د ملگرو ملتونو استازی کای ایده نن په کابل کی وویل چی د پارلمان لخوا د کابینی در کیدل یوه سیاسی لوبه وه او د یوه باثباته حکومت د جوړولو کار به نور هم وځنډیږی.

کابینه د کار د پیل کولو مخکی باید د پارلمان لخوا تایید شی.

ولسی جرگی د دفاع ،کورنیو چارو او مالیی وزیران چی د افغانستان د جنگ او بیا رغونی لپاره مهم وزارتونه دی تایید کړل.

ښاغلی کرزی وروسته له هغه چی د تیر آگست په میاشت کی د جمهوری ریاست په انتخاباتو کی چی د جعل کاریو ادعاگانی پکی شوی وی بریالیتوب ترلاسه کړ، د کابینی تشکیل د هغه د حکومت داری لپاره لومړنی امتحان و.

د افغانستان جمهور ریس ژمنه کړی چی د هغه نوی حکومت به د پخوانی حکومت په شان په اداری فساد کی لتاړ نه ویخو د هغه د کابینی اکثره غړی د پخوانی حکومت وزیران وو.

بل پلو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمسیون پرون اعلان وکړ چی پارلمانی انتخابات به د می د میاشتی په دوه ویشتمه نیټه تر سره شی.

‏ خو نړیواله ټولنه وایی چی دغه انتخابات باید تر هغه وځنډول شی چی په حکومت کی هغه اداری فساد ورک شی چی د جمهوری ریاست د آ گست د میاشتی په انتخاباتو کی د جعل کاریو باعث وگرځیدل

XS
SM
MD
LG