د لاس رسي وړ اتصالات

چاودنې د ایتلاف ٥ عسکر  ووژل


په افغانستان کې د ناټو او برتانوي چارواکي وایي چې پرون د یکشنبې په ورځ څلور تنه امریکایي او یو تن برتانوی عسکر د هغه هیواد په جنوب کې د سړک د غاړې په بیلا بیلو چاودنو کې وژل شویدي.

ناټو نن د دوشنبې په ورځ یوه اعلامیه خپره کړیده او په هغې کې یې د امریکایي عسکرو د وژل کیدو خبر ورکړیدی. په اعلامیه کې د دغو عسکرو په اړه زیات معلومات ندي ورکړل شوي او دا هم ندي ویل شوي چې دغه چاودنه په دقیق ډول په کوم ځای کې شویده.

د برتانې د دفاع وزارت ویلي دي چې یو عسکر یې د هملند په ولایت کې د پیاده ګزمې پر وخت وژل شویدی.

د یو د پاسه دوه زرم کال نه راپدیخوا تیر کال د یاغیانو تشدد د هر کال نه زیات زور اخیستی و.

XS
SM
MD
LG