د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د نیول شوو امریکایانو بند وغځاوه


د پاکستان یوې محکمې امر کړیدی چې هغه پنځه تنه امریکایان دې لږ تر لږه د دوه اونیو پورې په بند کې وساتل شي چې د تیر کال د ډسمبر په میاشت کې پدې شک په هغه هیواد کې ونیول شول چې هڅه یې کوله د القاعده شبکې پورې یوې تړلې ډلې سره یو ځای شي.

دغه شکمن جګړه ماران نن د دوشنبې په ورځ د پاکستان په ختیځ د سرګودهې د ښارګوټي په یوه محکمه کې د یوې لنډې شیبې لپاره ښکاره شول.

د هغوي مدافع وکیل امیر عبدالله روکري محکمې ته وویل چې د هغه موکلانو په پاکستان کې هیڅ کوم جرم ندی کړی. هغه زیاته کړه چې دغو کسانو غوښتل چې افغانستان ته ولاړ شي او هلته د خپلو نورو مسلمانانو ملګرو سره مرسته وکړي.

د پاکستان پولیسو ویلي دي چې هغوي به د محکمې نه وغواړي چې دغه کسان د تروریزم په تور مجرم وګڼي او په هغوي باندې د عمري قید حکم صادر کړي.

تحقیق کوونکي وایي دغو کسانو وړاندې تر دې چې پاکستان ته سفر وکړي د انټرنټ له لارې یې هڅه کوله چې پدغه هیواد کې د جګړه مارو ډلو سره اړیکې ټینګې کړي.

پاکستاني چارواکو ویلي دي چې دغو کسانو پلان درلود چې په پاکستان کې په ځینو مهمو ځایونو باندې بریدونه وکړي. هغوي وایي چې د دغو ځایونو نه یو یې هم د پاکستان یوه اتومي بټۍ وه.

دا لا معلومه نده چې محمکمه به خپله راتلونکې غونډه کله پیل کړي.

دغه پنځه تنه امریکایان د 2009 کال د ډسمبر په میاشت کې د جیش محمد د جګړه مارې ډلې د مشر په کور کې د سرګودهې په ښار کې ونیول شول.دغه ډله چې په پاکستان کې ورباندې بندیز لګیدلی دی، د القاعده شبکې سره هم اړیکې لري

XS
SM
MD
LG