د لاس رسي وړ اتصالات

دننگرهار چاودنې ملکي او نظامي تلفات واړول


د افغانستان امنیتی مقامات وایی چه دوه ماشومان نن د ننگرهار په ولایت کی د سړک په غاړه د بم په یوه چاودنه کی ووژل شول او څو تنه خارجی عسکر زخمیان شو.

د ننگرهار د والي د دفتر یوه ویاند نن وویل چې دیرش کسان زخمیان دي.

د ناتو یوه پوځی ویاند هم وویل نهه عسکر یی په چاودنه کې زخمیان شوي دي.

د افغانستان د پوځ یو شمیر عسکر هم زخمیان شوي دي. حکومتي مقامات وایي د سړک په غاړه د بم دغه چاودنه نن په داسی حال کې وشوه چې د ناتو قواوو د آبادئ یوه پروژه کتله. دغه پروژه دامریکا دحکومت په پیسو جوړه شوې وه.

XS
SM
MD
LG