د لاس رسي وړ اتصالات

بې پیلوټه الوتکو پاکستان کې ١٢ تنه وژلي


(عکس: AP) د پاکستانی داستخباراتو ماموران وایې چې نن دافغانستان سرحد سره نژدی ېوې بی پېلوټه الوتکې دطالبانو په ېوه مرکز باندی حمله وکړه. گومان کیږی دغه الوتکه امریکایي وه.

پاکستانی مامورانو ووېل چه بی پېلوټه الوتکی دوه توغوندی په شمالی وزیرستان کی په ېوه کور باندی وار کړل چه دری تنه طالبان ولگیدل او ووژل شول.

شمالی وزیر ستان د حقانی په مشرئ په افغانستان کی د طالبانو ېو مهم مرکز گڼل کېږی او دالقاعدی سړي هم په کی پټ شوی دی.

په عېن وخت کی، پاکستانی پولیسو نن وویل چې د پاکستان تر کنتزول لاندی کشمیر کې یوه بم چوونکي څلور تنه پاکستانی عسکر په یوه حمله کی ووژل او څو تنه نور یې زخمیان کړل.

دپولیسو قوماندان جاوید اقبال وویل چې د بم چاودنه نن په راولکوټ کې

د پاکستان د پوځ د یوې چاوڼئ سره نژدې وشوه.

د پاکستان تر کنترول لاندې کشمیر کی دا ډول حملې ډیرې کمې کيږي خو یوه هفته مخکې د عاشورا په ورځ په مظفر اباد کې د شیعه گانو په یوه جومات باندې حمله وشوه او تقریبا لس کسان یې ووژل.

هند او پاکستان دواړه په کشمېر باندی دعوا لري.

XS
SM
MD
LG