د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکمنستان او ایران تر منځ نوی پایپ لاین


ترکمنستان او ایران په خپل منځ کی د گاز یو نوی پایپلاین پرانیستلی دی چې ترکمنستان نه به ایران ته د طبعی گاز انتقال ورسره دوه چنده زیات شی.

د ترکمنستان جمهور ریس قربانگولی بردی محمدوف او دایران جمهور ریس محمود احمدی نژاد چې ترکمنستان ته په یوه رسمی سفر تللی دی، نن د پایپ لاین دپرانیستلو په مراسمو کی گډون وکړ.

دواړه جمهور ریسان په یوه هلیکوپتر کی دترکمنستان په ختیز کی دگاز څاه ته ورغلل او رسما یی دگاز پایپ لاین چالان کړ.

فعلا ایران دترکمنستان نه په کال کی اته میلیارده متره مکعب گاز اخلی او دد ینوی پایپلاین دپرانیستلو سره به په کال کی ایران شل میلیارده متره مکعب گاز اخلی.

دا نوی پایپ لاین دیرش کیلومتره اوږد دی. د ایران جمهور ریس خبریالانو ته وویل چې ددی نوي پایپلاین سره به د ایران او ترکمنستان اړیکی نوری هم پیاوړی شی.

دا گاز ایران ته دهغی څاه نه وړل کیږی چې مخکی به یواځی روسیی ته ورڅخه گاز انتقالیده. کله چې پروسږ کال روسیی دترکمنستان نه دطبعی گاز اخیستل کم کړل، نو ترکمنستان دایران سره خپل قرارد لاس لیک کړ.

ترکمنستان کوښښ کوی چې دخپل گاز لپاره نوي بازارونه پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG