د لاس رسي وړ اتصالات

گردیز کې ځانمرگه حملې لږترلږه ٨ تنه ووژل


یو افغان چارواکی وايي چې د پکتیا ولایت د ګردیز په ښار د یوه ځانمرګه برید له امله لږ تر لږه اته کسه وژل شوي دي.

د پکتیا ولایت د والي ویاند روح الله سمون وايي چې په ننۍ چاودنه کې چې ځانمرګه بریدکونکي یو امنیتي کاروان په نښه کړ لږ تر لږه ۲۴ کسه ټپي شوي هم دي. دغه راز د والي ویاند ویلي دي چې د امنیتي کاروان د پرسونل مشر هم د وژل شویو کسانو په جمله کې دی.

د ناټو د قواوو یو افسر برید جنرال لیوګي سکولو نن د پنجشنبې په ورځ په یوې بیانیه کې د ګردیز د ښار حمله وغندله او زیاته یې کړه چې یاغیانو یوځل بیا دا ثابته کړه چې د افغانستان د خلګو د ښمنان دي.

XS
SM
MD
LG