د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان جنوب کی یو برتانوی خبریال او یو امریکایی عسکر وژل شویدی.


برتانوی چارواکی وایی چی د افغانستان په جنوب کی د سړک د غاړی د بم په چاودنه کی یو برتانوی خبریال ، یو امریکایی او یو افغان عسکر وژل شوی دی.

د برتانیی د دفاع وزارت وایی چی رپرت هامر د برتانیی د Sunday Mirror د ورځپاڼی خبریال وژل شوی او عکاس فلیپ کوبرن هغه وخت جد ی زخمی شو چی د هغوی موټر په یوه بم وربرابر شو.

په رپوټ کی راغلی چی څلور تنه نور عسکر هم په دی چاودنه کی سخت زخمی شوی دی.
د یوه بل خبر له مخی امریکایی او افغان چارواکیو موافقه کړی چی د بگرام د امریکایی زندان مسولیت د سږ کال په پای کی افغان چارواکیو ته وسپاری.

د افغانستان د دفاع وزارت پرون اعلان وکړ چی د افغانستان پوځ به ډیر ژر په دی اړه وروزل شی چی د دغو بندیانو تحقیق او محاکمه پرمخ بوځی.

په بگرام کی د کال ٢٠٠١ راهیسی چی د امریکا په مشری نړیوالو قواوو په افغانستان باندی حمله وکړه ،بندیان ساتل کیدل.

امریکایی عسکر په کال ٢٠٠٢ کی په دی تورن شوی وو چی د بگرام په زندان کی یی دوه تنه بندیان د مرگ تر کومی وهلی وو.

د بشر د حقوقو ادارو په امریکا انتقاد کاوه چی په دی زندان یی بندیان پرته د کوم جرم د ثابتولو نه د اوږدی مودی لپاره ساتلی دی.

په بگرام کی تقریبآ ٧٠٠ کسان بندیان دی.

XS
SM
MD
LG