د لاس رسي وړ اتصالات

٣ امریکایي عسکر دافغانستان جنوب کې  وژل شوي


په افغانستان کې دیره د ناټو قواوې وایي چې نن د دوشنبې په ورځ درې تنه امریکایي عسکر د هغه هیواد په جنوب کې په یوه جګړه کې وژل شویدي.

وړاندې دناټو چارواکو ویلي وو چې پرون د یکشنبې په ورځ د نړیوالو قواوو یو تن عسکر د افغانستان په جنوب کې د بم په یوه چاودنهکې وژل شوی و. تر دې دمه د دغې پیښې په اړه نور جزیات ندي ورکړل شوي.

له بلې خوا د شنبې په ورځ یو برتانوی خبریال چې د هملند په ولایت کې یې د امریکا د سمندري قواوو سره یو ځای ګزمه کوله، د سړک د غاړې د بم په یوې بلې چاودنې کې ووژل شو. پدغې چاودنې کې د امریکا د سمندري قواوو یو تن عسکر هم ووژل شو.

په عېن حال کې دامرېکا عالیرتبه قوماندان جنرال مکرېستلواېې ددی شواهد شته دی چې د عسکرو زېاتوالی په افغانستان کې د طالبانو پرمختگ په شاتنبولی دی. دامرېکا د ABC's World News په پروگرام کې جنرال مکرېستل وویل چې دامرېکا پوځ په خپلو عملېاتوکی بدلون راوستی دی او افغانان په دې قانع کوی چې خارجی قواوې ددې لپاره هلته فعالېت کوی چې ددی ساتنه وکړی او په دې کار کې پرمختگ کوی.

د فرانسی چارواکی واېې چې ددوی ېو عسکر د کابل په اتېا کېلومترۍ کې شمال ختېځ لوری تهوژل شوېدی او بل زخمی شوېدی. د فرانسی د جمهوررئېس سرکوزی د فتر واېې چې حمله په داسی وخت کې وشوه چې دفرانسی او افغان قوای د کاپېسا ولاېت په ېوه سېمه السای کېپه گزمه بوختی وی.

د برتانې د دفاع وزارت ویلي دي چې ژورنالست روپرټ هامر چې د سنډې مرر ورځپاڼې لپاره یې کار کاوه، لومړنی برتانوی ژورنالست دی چې د افغانستان په جګړه کې وژل کیږي. پدغې چاودنې کې څلور تنه امریکایي عسکر او د روپرټ هامر عکس اخیستونکی سخت ټپي شوي هم دي.

په یوه بل خبر کې د ایټالیا د قواوو برید جنرال لویوګې سکولو د یکشنبې په ورځ وویل چې د کندهار په ولایت کې نړیوالو قواوو ته یو محلي اوسیدونکي د یو بم په اړه خبر ورکړ چې 225 کیلوګرامه وزن یې درلود. سکولو ویلي دي چې هغه پدې کار سره د زیات شمیر ماشومانو، ګاونډیانو، او دوستانو ژوند وژغوره. هغه زیاته کړه چې دا شان کارونه د یوه خوندي او محفوظ افغانستان په جوړښت کې زیاته مرسته کوي.

د تیر کال د اکتوبر د میاشتې راپدیخوا شاوخوا 150 تنو افغانانو ته پدې خاطر نقدي انعامونه ورکړل شویدي چې هغوي د وسلو د زیرمو او نورو چاودیدونکو موادو په اړه رپوټونه ورکړیدي.

XS
SM
MD
LG