د لاس رسي وړ اتصالات

د جرمني خارجه وزیر یمن ته ناڅاپی سفر کړی


د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ګایدو ویسټر ویل په یوه نا اعلان شوي سفر نن یمن ته رسیدلی دی. ویسټر ویل پداسې وخت کې دغه هیواد ته سفر کوي چې په یمن باندې نړیوال فشار اچوي چې پخپله خاوره کې دې د القاعده شبکې جګړه ماران کنټرول کړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر نن د دوشنبې په ورځ د یمن د جمهور رییس علي عبدالله صالح او ځینو نورو چارواکو سره کتلي دي.

وروسته تر دې چې په یمن کې میشتې د القاعده شبکېد ډسمبر د میاشتې په 25 مه د مسیحانو د اختر یا کرسمیس په ورځامریکا ته په روانه الوتکه کې د ناکامه برید مسولیت په غاړه واخیست، ویسټر ویل د اروپایي ټولنې لومړنی وزیر دی چې هغه هیواد ته سفر کوي.

تمه کیږي چې ویسټر ویل به د هغې جرمنۍ کورنۍ د سرنوشت په اړه هم د یمن د چارواکو سره خبرې وکړي چې څه موده وړاندې په هغه هیواد کې لادرکه شویده. د تیرکال د جون د میاشتې راپدیخوا د جرمني دوه تنه ښځه او خاوند، د هغوي ماشومان او یو تن برتانوی تبع د سړي تښتونکو لخوا برمته شویدي.

ښاغلي ویسټر ویل خبریالانو ته ویلي دي چې د یمن حکومت د دغو کسانو د ځای ځایږي په اړه تازه معلومات تر لاسه کړیدي

XS
SM
MD
LG