د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې نوې سروې ښيي خلک خوشبین دي


په افغانستان کې یوه نوې سروې ښیي چې اوس زیات شمیر افغانان پدې اړه خوشبینه دي چې هیواد او د جمهور رییس حامد کرزي رهبريې په سمه لور روان دي.

دغه سروې د امریکا ، برتانې او جرمني خبري ادارو په مرسته شویدي. پدغې سروې کې اویا په سلو کې خلک پدې باور دي چې افغانستان اوس په سم لوري روان دی.

د نظرپوښتنو تنظیم کوونکي وایي چې دا د 2005 کال نه رپدیخوا د خوشبیني تر ټولو لوړه سطح ده. باید وویل شي چې تیر کال یوازې 40 په سلو کې خلکی پدې باور ول چې افغانستان په سم لوري روان دی.

کابو اویا په سلو کې خلکو د جمهور رییس حامد کرزي حکومت ډیر ښه یا ښه بللی دی. په سروې کې همدارنګه په افغانستان کې د امریکایي قواوو پراخه ملاتړ شویدی او برعکس د طالبانو مخالفت شویدی.

اته شپیته په سلو کې خلک په افغانستان کې د امریکایي قواوو شتون ښه ګڼي او نهه شپیته په سلو کې بیا ویلي دي چې طالبان د هیواد لپاره تر ټولو زیات خطرناک دي.

بل خوا، د سه شنبی په ورځ د فرانسی ددفاع وزارت ووېل چې دفرانسی دوېم عسکر هم له هغو زخمونو نه مړ شو چې ددوشنبی دورځی په حمله کې ېې دکاپېسا ولاېت په اله سای اولسوالی کې خوړلی وو.

ناټو ددوشنبی په ورځ په افغانستان کې د څلورو مړو رپوټ ورکړېدی.

په دې کې دری تنه دامرېکا عسکر دی او ېو تن د برتانېې د بم د خنثی کولو ماهر دی.

په افغانستان کې د امرېکا عالېرتبه قوماندان جنرال ستانلی مکرېستل ووېل چې ددی شواهد شته دی چې د جگړی بهېر دطالبانو خلاف اووښتی دی. هغه ووېل چې دامرېکا پوځ د افغانستان د خلکو په قانع کولو کې پرمختگ کوی چې خارجی عسکر ددی لپاره دلته دی چې ددوی ساتنه وکړی.

په ېوه بل خبر کې وېل شوېدی چې دناټو ېوې گزمی د هېلمند په ولاېت کې ېو موټر نېولی دی چې ېو ټن اپېن پکی وو. موټر وان او دوه نورو کسانو کوشش وکړ چې وتښتی خو دری واړه ونېول شول او په توقېف کې دی.

د هرات او هلمند په ولاېتونو کې دنا ټو عسکرو او دافغانستان قواو د وسلو غټی ذخېری پېدا کړلی. په دې کې راکټونه او لاسی بمونه ، د ټانک ضد ماېنونه ، توپونه او ماشېندارو گولۍ شاملی دی.

XS
SM
MD
LG