د لاس رسي وړ اتصالات

"افغانستان کې یو والي چې د هیچا نه مني"


د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د افغانستان د بلخ د والي استاد عطا محمد نور په اړه لیکلي دي چې د هیواد د کابو ټولو شمالي برخو نه خلک د عریضو سره د هغه دفتر ته د ننوتو پر وخت د والي د درناوي په خاطر خپل سرونه ټیټوي او د هغه لاسونه ښکلوي.

ورځپاڼه وایي چې ښاغلی عطا د یو شمیر نورو پخوانیو جنګسالارانو په شان چې په محلي سیمو کې زیات واک او اختیار لري، د نړۍ هغه هیوادونه زړه نا زړه کوي چې په افغانستان کې په لس ګونه زره عسکر لري او د هغه هیواد سره په ملیاردو ډالرو مرستې کوي.

د امریکا متحده ایالات او انډیوالان یې شپه او ورځ پدې هڅه کې دي چې د افغانستان د مرکزي حکومت نه د فساد جرړې ختمې کړي او محلي او ولایتي چارواکو ته زیات قدرت او صلاحیت ورکړي. ورځپاڼه وایي چې پدې کار سره به د ښاغلي عطا په شان په هغه هیواد کې د زیات شمیر نورو جنګسالارانو نفوذ او رسوخ هم زیات شي.

ورځپاڼه وايي چې د غو کسانو د شوروي سره په جګړه ، د هیواد په خونړۍ کورنۍ جګړه او د طالبانو سره د مقاومت پر وخت زیات قدرت او شهرت پیدا کړیدی.

ورځپاڼه وایي چې د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي چې اوس د خپلې نوې ادارې په جوړښت بوخت دي، وروسته به پریکړه وکړي چې د هیواد 34 والیان به پخپلو دندو پریږدي او که څنکه خو کرزی د کورني او نړیوال فشار لاندې دی او د هغه نه په کراتو غوښتل کیږي چې د جنګسالارانو سره خپلې اړیکې وشلوي، ورځپاڼه وایي چې دا لا تر دې معلومه نده چې آیا کرزی به دا زړه وکړي او که نه چې ښاغلی عطا د بلخ د والي په توګه له دندې لیرې کړي خو ورځپاڼې د عطا له خولې لیکلي دي چې دا پریکړه به هغه پخپله کوي چې د والي په توګه پاتې شي او که نه.

عطا محمد نور ورځپاڼې ته ویلي دي چې د جمهور رییس کرزي حکومت پخوا کمزوری و او اوس نور هم کمزوری شویدی. ورځپاڼه وایي چې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ښاغلي عطا محمد نور په ښکاره ډول د جمهور رییس کرزي سره خپل مخالفت وښود او د هغه د مهم انتخاباتي سیال او د هیواد د پخواني د بهرنیو چارو د وزیر ډاکټر عبدالله نه یې خپل ملاتړ کاوه. ښاغلی عبدالله په شمالي ټلواله کې د عطا محمد نور د ملګرو د جملې نه دی.

ورځپاڼه وایي که څه هم په تیرو انتخاباتو کې جمهور رییس کرزي انتخابات ګټلي دي خو اوس هم د مزار شریف په لارو کوڅو کې د ښاغلي عطامحمد نور او د ډاکټر عبدالله عبدالله د انتخاباتي مبارزو عسکونه لیدل کیږي.

ورځپاڼه وایي چې د مزار شریف ډیری شرکتونه او جایدادونه یا د ښاغلي عطا دي او یا د هغې تر کنترول لاندې دي. ورځپاڼې د افغانستان د بشري حقوقو د خپلواک کمیسون د یوه غړي نادر نادري له قوله لیکلي دي چې ښاغلي عطا محمد نور په افغانستان کې یوازیینی والي دي چې د هیواد حکوت ته وایي چې زه تاسو ته غوږ نه ږدمه او هغه څه کوم چې زه یې غواړم. نادري وایي چې هغه تل حکومت ته تهدید کړیدی.

ورځپاڼه وړاندې لیکي دا چې جمهور رییس کرزی به د جنګسالارانو ځیني ځان لیرې کړي، دا تر اوسه هم یوه پوښتنه ده ځکه چې هغه پخپله نوې اداره کې هم کریم خلیلي او قسیم فهیم د خپل مرستیالانو په صفت ټاکلي دي. او اسماعیل خان او رشید دوستم ته یې هم چې دواړه یې د بشري حقوقو نه په سرغړوانه تورن دي په نوې کابینه کې پراخه ونډه ورکړیده.

ورځپاڼه وایي چې له همدغې وجې د جمهور رییس کرزي د نوې کابینې اکثره غړي د هیواد د پارلمان لخوا رد شول.

XS
SM
MD
LG