د لاس رسي وړ اتصالات

'٢٠٠٩ په افغانستان کې تر ټولو خونړی کال و'


ملگری ملتونه وايي چې په افغانستان کی د جنگ او تشدد په دوران کی د وژل شوو ملکی کسانو شمیر پروسږ کال دومره زیات شو، چې په کال یو دپاسه دوه زره میلادی کی جنگ دشروع کېدلو نه وروسته دومره زېات خلک په یوه کال کی نه ؤ وژل شوي.

د ملگرو ملتونو تحقیق کوونکو ویلي دي چې د تیر کال په جریان کې د طالبانو او نورو تندروانو له خوا په ملکي تلفاتو کې ۴٠ فیصده زیاتوالی راغلی و، خو د ایتلافي قواوو په لاس د ملکي خلکو د وژل کیدو اندازه ٢٨ فیصده راکمه شوې وه.

ملگري ملتونه وايي، په ٢٠٠٩م کال کې ټول دوه زره ۴١٢ ملکي خلک وژل شوي، چې د دریو نه د دوو برخو مسئولیت یې د حکومت مخالفو تندروانو په غاړه دی.

اکثره دغه ملکي خلک په ځانمرگه حملو او په کور کې د جوړو شویو بمونو په چاودنو کې وژل شوي دي. د ایتلافي عسکرو په لاس د ملکي تلفاتو د ٦٠ فیصدو علت هوايي بمبارئ دي.

په افغانستان کې د ملکي کسانو مرگ ډیره حساسه موضوع ده، چې په امریکايي قواوو باندې هم اکثرا تورونه لگول کیږی چې په هوايي حملو کې یې ولسي خلک وژل کیږي.

له بلې خوا نن ناتو اعلان وکړ چې د هیواد په ختیز کې دوه امریکايي عسکر د سړک په غاړه د بم په یوه چاودنه کی ووژل شول.

په قندهار کې هم نن دموټر بم په یوه چاودنه کی دوه تنه پولیس او څو تنه ملکیان زخمي شوي دي.

پرون د امریکا ددفاع وزارت وویل چې تقریبا درې زره نور عسکر به د جمهور رئیس براک اوباما د حکم په اساس افغانستان ته ځي چې ددغو محاربوی قواوو سره پنځه سوه کومکی عسکر هم ملگري دي.

په عین وخت کی ناتو دا تور رد کړی دی چې وايي خارجي قواوو دهلمند په ولایت کې په هغو مظاهره کوونکو باندی ډزې وکړې چې پرون یې د قران کریم د بې حرمتئ په خلاف مظاهره کوله. خو د هلمند د ولایت د گرمسیرو په ولسوالۍ کې د حکومت مامورانو اعتراف وکړ چې د مظاهره کوونکو او امنیتي قواوو په منځ کې د نښتو په نتیجه کې شپږ کسان ووژل شول.

ناتو دا خبره ومنله چې د مظاهرو په وخت ېې عسکر هلته موجود وو او هغه ټوپک ولا یې وویشته چې د یو پټ ځای نه یې په مظاهره کوونکو باندې ډزې کولې.

XS
SM
MD
LG