د لاس رسي وړ اتصالات

نیویارک ټایمز: سوړ ژمی نور دافغانستان جگړه نشي سړولای


نیویارک ټایمز د جنوری د دولسمې نیټې په گڼه کې لیکي، یو وخت کې داسې ویل کیدل چې افغانستان د لوړو او دنگو غرونو او سخت ژمي په لرلو سره هلته په دې موسم کې جگړې سړيږي.

خو د لویدیز هیوادونو د شپږو عسکرو له وژنې وروسته چې د دوشنبې په ورځ پېښه شوه داسې ښکاري چې د سږکال ژمی به د نورو کلونو نه توپیر ولري.

نیویارک ټایمز ددغې ادعا په دوام لیکي چې دا ځلي امریکايي پوځیانو او همدارنگه طالبانو دا پریکړه کړېده چې جگړې ته په ژمي کې هم دوام ورکړي او د نښو نښانو نه هم داسې ښکاري.

پخوا به د ژمي په موسم کې طالبانو غوښتل چې په پاکستان کې خپلو پناه ځایونو ته یا داچې خپلو کورونو ته ستانه شي او د ناتو قواوې هم په خپلو بارکونو کې د ژمي له دغه خیرو خیریت نه گټه واخلي او د وژل کیدلو له ویرې فارغه واوسیږي.

ورځپاڼه لیکي چې یو شمیر دلایل ددې بدلون سبب شوي دي.

اول دا چې په ٢٠٠٩ کال کې د امریکایی عسکرو شمیر زیات شوی دی او دوی غواړي د طالبانو پرضد خپل فشار ته دوام ورکړي اوخپلو جنگي عملیاتو ته دوام ورکړي.

همدارنگه په پاکستان کې د دغه هیواد د پوځ عملیات ددې باعث شوي دي چې طالبان ونه شي کړی چې دغه هیواد ته واوړي.

بل پلو، اوس طالبان هم د ملک په جنوب کې په ډیرو برخو کې شته والی لري او د نورو کلونو په شان اوس نه دي مجبور چې شاتگ وکړي.

طالبان د یوه سیاسي مسئلې په توگه، خپلو حملو ته دوام ورکړی دی او اوس د سړک د غاړې له بمونو او ځان مرگي بریدونو نه چې د هوا د وضعې سره خاص ارتباط نه لري، کار اخلي.

ورځپاڼه لیکي، اوس دواړه خواوې په دې فکر دي چې خپله جگړه د واروې تر فصله پورې دوام ورکړي.

جنرال مک کرستال د خپل اگست د میاشتې په رپوټ کې چې د امریکا جمهوررئیس براک اوباما ته لیږلی دی ویلي دي چې امریکا باید په ټولو موسمونو کې په طالبانو باندې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي تر څو د افغانستان حکومت خپل اعتبار د خلکو په منځ کې وساتي.

XS
SM
MD
LG