د لاس رسي وړ اتصالات

د ارزگان په دهراوت کې چاودنې ٢٠ تنه ووژل


د افغانستان د ارزګان ولایت د دهراوت په ولسوالۍ کې د ګڼۍ ګوڼې نه په یوه ډک مارکیت کې د بم چاودنه وشوه او په کښي لږ تر لږه ٢٠ کسه ووژل شول او په لسګونو نور ټپیان شول.

پولیس وايي چې د پېښې په سیمه کې د خلګو ګڼه ګوڼه زیاته وه او دوکانداران او عام خلګ په بازار کې سره راغوڼد وو کله چې چاودنه وشوه.

دغه چاودنه یوه ورځ وروسته له هغه نه وشوه چې ملګرو ملتونو یو ریپوټ خپور کړ او په کښی ویل شوي چې د ۲۰۰۱ام کال راپه دېخواه کله چې د آمریکا په مشري د طالبانو رجیم راوپرځول شو، د تاوتریخوالي له امله د ملکیانو د وژل کېدو کچه خپل اوج ته رسیدلي ده.

په دغه ریپوټ کې په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر د بشري حقوقو د چارو ریْس ( نوراح نیلاند) ویلي دي چې ۲۴۱۲ ملکي افغانان د تیرکال په تاوتریخوالي کې وژل شوي دي چې په کښي دوه په درو کې د حکومت ضد عناصرو له خوا وژل شوي دي.

دغه راز په یادشوي رپوټ کې دا هم راغلي دي چې ددغه ملکیانو ۲۵ په سلو کې د حکومتي عناصرو له خوا چې په کښی د ناټو او آمریکا قواووې هم شاملې دي وژل شوي دي چې د تیرکال په پرتله دغه فیصدي راکښته شوې ده.

XS
SM
MD
LG