د لاس رسي وړ اتصالات

عراق د بم چولو په تور ١١ تنه په اعدام محکوم کړل


د عراق محکمې د تیرکال د اګست د میاشتې د چاودنو په تور چې په کښی په بغداد کې د ۱۰۰ نه زیات خلګ ووژل شول، ۱۱ کسه د مرګ په سزا محکوم کړل.

یادشوې محکمې دغه کسان د بغدا په ښار کې د مالیې او خارجه وزارتخانو مخ ته د چاودنو په کولو او پلانولو تورن کړل. په دغو چاودنه کې د ۵۰۰ نه زیات خلګ ټپیان شول.

پرون د چارشنبې په ورځ د عراق په شمال کې د انبار په ولایت کې یوه ځانمرګه برید کونکي یوې لارۍ ته انفجار ورکړ چې په کښې لږ تر لږه ۷ کسه ووژل شول او ۶ تنه نور ټپیان شول.

دغه حمله د سقلاویه په ښارګوټي کې د فلوجې شمال ته وشوه. چارواکي وايي چې د وژل شويو کسانو په جمع کې دوه د پولیسو افسران او یو کوچنۍ انجلۍ هم شامل دي.

عراق د مارچ میاشتې پارلماني انتخاباتو ته تیاری نیسي او چارواکو خبرداری ورکړی چې د انتخاباتو د نېټې د رارسیدو سره سم یاغیان هڅه کوي چې دغه انتخابات مختل کړي او خپلو حملو ته زور ورکړي.

XS
SM
MD
LG