د لاس رسي وړ اتصالات

جاپان افغانستان ته خپل نظامي ماموریت ودراوه


د جاپان پوځ په افغانستان کې د آمریکا په مشرۍ نړېوال ماموریت ته د تیلو رسولو کار درولی دی.

د جاپان د دفاع وزیر توشیمي کېتازوا نن د جمعې په ورځ د هند په سمندر کې خپلو دو کښتیو ته امر کړی چې خپل ماموریت دي ودروي.

دغه کښتۍ پر آمریکا باندې د سپتمبر د یوولسمې نېټې د تروریستي حملو وروسته د هند په سمندر کې ځای پر ځای شوې او د آمریکا په مشرۍ نړېوال ماموریت ته یې د تیلو رسولو مسولیت په غاړه واخیستی.

د جاپان صدراعظم یوکیو هوتویاما چې د سپتمبر په میاشت کې واک ته ورسېدی هوډ یې وکړ چې د یادشویو اکمالاتي کښتیو ماموریت کله چې دغه میاشت پای ته ورسېږي بیا تمدید نه کړي .

پرځای یې د جاپان حکومت ژمنه کړېده چې د افغانستان د بیا رغونې د پاره به ددغه ملک سره په راتلونکو ۵ کلونو کې ۵ میلیارد ډالره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG