د لاس رسي وړ اتصالات

و.س ژورنال: لندن کې نړۍ د افغانستان غوښتنې اورې


د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې پخپلې ننۍ ګڼې کې لیکلي دي چې د روان میلادي کال په همدې میاشت کې به په لندن کې د افغانستان په اړه یوه نړیواله غونډه جوړه شي. ورځپاڼه وایي چې پدغې غونډې کې به په هغو لومړیتوبونو باندې خبرې وشي چې پخپله د افغانانو لخوا ټاکل کیږي.

ورځپاڼې د برتانې د بهرنیو چارو د وزیر ډیوډ میلیبنډ له قوله لیکلي دي چې پدغې غونډې کې به افغانستان ته د نورو عسکرو او مرستو په اړه زیاتې هڅونې ونشي.

ډیوډ میلینډ وایي چې دا غونډه د نورو سره توپیر لري. هغه وایي چې پدې غونډه کې به ژمنې نه وي بلکې د غونډې هف دا دی چې آیا نړیوال ټولنه په افغانستان کې خپل ماموریت بشپړولی شي او که نه. میلیبنډ وایي چې په غونډه کې به تر زیاته بریده پدې باندې غور وشي چې نړیوالې مرستې په افغانستان کې څرنګه کولی شي چې د هغه هیواد لومړیتوبونه پوره کاندي. هغه وایي چې دغه لومړیتوبونه به د افغانانو لخوا ټاکل کیږي او غونډې ته به وړاندې کیږي.

تمه کیږي چې دغه غونډه به د روان میلادي کال د جنورې یعنې همدې میاشتې په 28 مه نیټه په لندن کې جوړه شي، پدغې غونډې کې به د افغانستان جمهور رییس حامد کرزی، د امریکا د بهرنیو چارو وزیره میرمن هلري کلنټن، د شمالي اتلانتیک د تړون یا د ناټو د هغو غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران چې په افغانستان کې عسکر لري او د هغه هیواد سره مرستې کوي، او د افغانستان او ګاونډي هیوادونو ځیني وزیران به ګډون وکړي.

د برتانې د بهرنیو چارو وزیر ډیوډ میلیبنډ ویلي دي چې هغه ایران ته هم بلنه ورکړیده چې پدغې غونډې کې برخه واخلي، خو ایران تر دې دمه خپل د هو او د نه ځواب ندی ورکړی.

ورځپاڼه وایي چې په غونډې کې به د افغانستان د امنیتي قواوو د روزنې لپاره یو مهال ویش وټکل شي یعنې دا به معلومه شي چې په څومره موده کې به د هغه هیواد امنیتي قواوو وروزل شي او همدارنګه دا به څرګنده شي چې څرنګه به د هیواد د امنیت ساتنې مسولیت د بهرنیو قواوو نه افغاني قواوو ته ولیږدول شي.

ورځپاڼه زیاتوي چې د غونډې بله موضوع به دا وي چې د کومو منابعو او امکاناتو نه باید کار واخیستل شي چې میانه روه طالبان د سیاسي پروسې برخه وګرځول شي او څرنګه وکولی شو چې د محلي ادارو سره مرسته وکړو.

ورځپاڼې د ډیوډ میلیبنډ له قوله لیکلي دي چې په غونډې کې د افغانستان ګاونډي هیوادونو او د په سیمه کې سترو قدرت لرونکو هیوادونو ته بلنه ورکړیده تر څو په ګډه سره پدې باندې غور وکړي چې دغه هیوادونه څنګه کولي شي چې د افغانستان د بې ثباتۍ پر ځای د هغه هیواد د ثبات په اړه خبرې وکړي.

میلیبنډ وایي مونږ غواړو چې د اداري فساد د له منځه وړلو هڅې په عملي بڼه پلي شي او یوازې د خولو په سر پاتې نشي. او هغه وایي چې پدغې غونډې کې به همدارنګه پدې باندې خبري ونشي چې څه وخت به د افغانستان نه خپل عسکر وباسي.

XS
SM
MD
LG