د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي جمهوري غوښتونکي له افغانستان نه غوښتنه لري


د آمریکا په کانګرس کې جمهوري غوښتونکي غړي وايي چې په سیمه کې د ثبات د راوستلو د پاره د افغانستان حکومت باید د آمریکا د تعهد سره یو شان هلې ځلې وکړي چې افغانستان ته سوله او ثبات راشي.

د آمریکا په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو په هفته ایزه وینا کې مایک کاسل نن د شنبې په ورځ وویل چې دی په دې ورستیو کې د افغانستان څخه د یوه رسمي سفر نه راستون شوی دی. هغه د کانګرس د یوه هیت سره یو ځای افغانستان ته تللی و او هلته یې د افغانستان د جمهور ریْس حامد کرزي سره وکتل.

ښاغلي کاسل وویل چې د کانګرس غړو د جمهور ریْس کرزي سره د لیدو کاتو پرمهال هغه ته وویل چې د افغانستان حکومت باید سیمې ته د امنیت د راوستلو د پاره خپلې هلې ځلې د آمریکا د تعهد سره یوشان کړي.

په دې ورستیو ورځو کې د جمهور ریْس اوباما حکومت افغانستان ته د ۳۰ زرو نورو آمریکايي عسکرو د لېږلو اعلان وکړ چې دغه نوي عسکر به په افغانستان کې مخ پر خرابېدونکی وضع ښه کړي.

ښاغلي کاسل وویل چې د افغانستان قواووې په جدي توګه نورې روزنې ته ضرورت لري. هغه زیاته کړه چې په سیمه کې د خلګو نه ډکې منطقې باید خوندي کړل شي او د افغانستان او پاکستان دواړو ملکونو حکومتونه باید پیاوړي کرل شي تر څو ټولې سیمې ته ثبات راشي.

XS
SM
MD
LG