د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کی شوی بمبارئ لس یاغیان وژلی دی


افغان او نړیوالو قواوو د کندهار د ولایت د پنجوایی په ولسوالی کی په ځمکنیو او هوایی بمباریو کی لس یاغیان وژلی دی او پنځه تنه نیول شوی دی.

د ایساف قواووی وایی چی د دی عملیاتو په ترڅ کی یی دری زره پنځه سوه پونډه چرس او تریاک د لس گونو زرو ډالرو په بیه قیمتی ډبری او نقدی پیسی ومیندلی.

د آیساف قواووی وایی چی نقدی پیسی محلی چارواکیو ته وروسپارل شوی او مخدره مواد وسوزول شول.

په افغانستان کی د آیساف قواوو وایی چی د هلمند په ولایت کی یی نن یو ملکی کس په داسی حال کی په گولی وویشته چی د هغه موټر د دوی موټرو ته ورنژدی شو.

د آیساف قواوی وایی چی هغوی په دی موټر باندی دری یا پنځه ډزی وکړی. دا پیښه د گرم سیر په ولسوالی کی وشوه.

دغه ملکی کس په ټټر کی لگیدلی او د تداوی لپاره امریکایی پوځی اډی ته انتقال شوی و ، خو یو ساعت وروسته مړ شو.

د ناتو چارواکی وایی چی یو امریکایی عسکر پرون د افغانستان په ختیځ کی د یاغیانو سره په جنگ کی د زخمی کیدو نه وروسته مړ شو.

د ٢٠٠١ کال راهیسی کله چی د امریکا په مشری په یرغل کی طالبان راوپرزول شول ، تیر کال د ملکی افغانانو او نړیوالو قواوو لپاره تر ټولو خونړی کال و.

XS
SM
MD
LG