د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د پارلمان غړی  د جمهور ریس حامد کرزی د نیمایی کابینی د ردولو وروسته پخپله رخصتی  لاړل


د ولسی جرگی غړو دوه ځله د ښاغلی کرزی د کابینی اکثریت نومول شوی وزیران رد کړل.

د جمهور ریس کرزی ویاند وحید عمر وویل چی جمهور ریس به د فبروری په میاشت کی کله چی د پارلمان غړی د خپلو رخصتیو نه بیرته راشی ،نوی وزیران به ورمعرفی کړی.ولسی جرگی پرون د جمهور ریس د اوولسو نومول شوو وزیرانو نه لس تنه یی رد کړل او ویل یی چی هغوی یا وړ اشخاص نه وو او یا هم په اداری فساد کی لتاړ وو.

امریکا او نورو لویدیځو ملکونو د افغانستان په جمهور ریس فشار اچولی چی د افغانستان په اړه د لندن د کنفرانس د مخه چی د دی میاشتی په پای کی جوړیږی، باید خپله کابینه جوړه کړی.

ښاغلی کرزی د ولسی جرگی د دی پریکړی له امله چی د هغه د کابینی زیات شمیر نومول شوی وزیران یی رد کړل ، خواشینی څرگنده کړی ده.

د جمهور ریس کرزی ویاند همدا شان نن وویل چی ښاغلۍ کرزی به د لندن په کنفرانس کی په مرکزی حکومت کی د وسله والو طالبانو د شاملولو په موضؤع هم وغږیږی.

XS
SM
MD
LG