د لاس رسي وړ اتصالات

جنوبی وزیرستان کی بیا د بی پیلوټه  الوتکی بمباری،٢٠ یاغیان وژل شوی


پاکستانی چارواکی وایی چی د امریکا د بی پیلوټه الوتکی په بمباری کی شل یاغیان وژل شوی دی. چارواکی زیاتوی چی کیدای شی د مړیو شمیر زیات شی.

دغه حمله نن د جنوبی وزیرستان د شکتوی په سیمه کی وشوه.

د امریکا او پاکستان ترمینځ د بی پیلوټه الوتکی د بمباری په سر اختلاف موجود دی. پاکستان دغه حملی د هغوی په خپلواکی باندی تعرض بولی.

خو واشنگټن وایی چی بی پیلوټه الوتکه په لیری پرته قباییلی سیمه کی ډیره موثره وسله ده .

پاکستانی یاغی طالبانو پرون د ثبت شوي غږ یو نوی ویدیو ټیپ خپور کړ او وایی چی دا یی ثابته کړه چی د هغوی مشر حکمت الله محسود د دی اونی په سر کی د بی پیلوټه الوتکی د بمباری نه بچ شوی دی.

د پاکستان استخباراتو ویلی وو چی د بی پیلوټه الوتکی په بمباری کی محسود زخمی شوی و ، په دی بمباری کی لږ تر لږه دولس تنه یاغیان وژل شوی وو.

امریکا له هغه وروسته د بی پیلوټه الوتکو بمباری زیاته کړی چی د خوست په ولایت کی په ځان مرگی حمله کی د هغوی د استخباراتو اوه تنه غړی ووژل شول .

XS
SM
MD
LG