د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: د کابل وضعه تر کنترول لاندې ده


(عکس: AP) په افغانستان کې وسله والو طالبانو او ځانمرګه برید کوونکو نن ددوشنبې په ورځ په کابل کې په یو شمیر وزارت خانو او نورو ودانیو باندې بریدونه کړیدي. هغوي د هیواد د امنیتي قواوو سره سخته جګړه کړیده. پدغې جګړې کې د یو ماشوم په شمول لږ تر لږه 5 تنه وژل شویدي.

همدارنګه پدغې پیښې کې کابو څلویښت تنه عام کسان او د مشترکه قواوو غړي ټپي شوي هم دي. ځیني رپوټونه وایي چې څلور تنه ځانمرګي برید کوونکي هم وژل شویدي.

جګړه د افغانستان په وخت سهار وختي د هیواد په پایخت کابل کې د جمهوري ریاست ماڼۍ ته نږدې شویده. همدارنګه یوه چاودنه په کابل کې د یوې سینما دننه هم شویده.

جمهور رییس حامد کرزی ویلي دي چې اوس هلته حالات تر کنترول لاندې دي.

د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو خاص استازي دغه حمله غندلې او ویلي یې دي چې دا د ظالمانو او بې رحمه خلکو کار دی.

ریچارډ هالبروک وویل چې دغه حمله حیرانوونکې پیښه نه وه او خبرداری یې ورکړ چې د نورو دغه ډول ناامنیو توقع هم کیدای شي.

د طالبانو یوه ویاند مطبوعاتو ته ویلي چې دوی ٢٠ ځانمرگه حمله کوونکي ددې لپاره کابل ته لیږلي چې پر حکومتي ودانیو باندې حملې وکړي.

حمله په داسې ورځ کې شوې ده چې جمهور رئیس کرزي د کابینې نویو غړو ته د وفادارئ لوړه ورکړه. خو تر اوسه لا حکومت نه دی بشپړ او ولسي جرگه باید د کابینې ١٠ نور وزیرانو ته هم د اعتماد رایه ورکړي.

تیر کال په افغانستان کې د ملکي خلکو او نړیوالو عسکرو لپاره د ٢٠٠١م راوروسته تر ټولو خونړی کال و.

XS
SM
MD
LG