د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې له حملو وروسته نوي امنیتي ترتیبات


یوه ورځ وروسته تر دې چې طالبانو د کابل د ښار په څو ځایونو باندې حملې وکړې، د افغانستان امنیتي قواووې نن د سه شنبې په ورځ د تیارسۍ په حال کې وو. د طالبانو پدغو حملو کې لږ تر لږه 5 تنه ووژل شول او د 70 نه زیات ټپي شول.

امنیتي قواوو په کابل کې امنیتي تدابیر زیات کړيدي او ټول هغه موټر تالاشي کوي چې دغه ښار ته ننوزي. د کابل د امنیتې قوماندانې مرسیتال خلیل دستیار وایي چې عسکرو د کابل په ښار کې د تالاشۍ پوستې هم زیاتې کړیدي او په ټول ښار کې پیاده او په موټرو کې ګزمې کوي.

د افغانستان د ملي امنیت لوی رییس امرالله صالح وایي په پرونۍ حمله کې 7 تنو حمله کوونکو چې اتوماتیکې وسلې یې لرلې او ځانمرګي واسکټونه یې هم اغوستي وو، ګډون درلود. صالح وایي چې دغو کسانو سهار مهال برید پیل کړ او د افغانستان د امنیتي قواوو سره یې سخته جګړه وکړه. هغه وایي چې د هیواد امنیتي قواوو 7 واړه حمله کوونکي وژلي دي.

د ملي امنیت لوی رییس امرالله صالح پدې اړه څه ونه ویل چې آیا دغه حمله کوونکي د پاکستان نه راغلي وو او که څنګه.

افغان چارواکي وایي د برید کوونکو هدف دا و چې د افغانستان څو مهم وزارتونه تر خپل کنترول لاندې راولي او بیا د جمهوري ریاست په ماڼۍ باندې حمله وکړي. خو هغوي وایي چې دغه کسان پخپل مقصد کې ناکامه شول.

جمهور رییس حامد کرزي د برید نه وروسته یوه اعلامیه خپره کړه او په هغې کې یې ویلي و چې په ښار کې حالت اوس تر کنترول لاندې دي. چارواکي وایي چې د برید پر وخت جمهوري رییس کرزي په ارګ کې د کابینې نوو غړو ته د وفادارۍ لوړه ورکوله.

طالبانو د دغه برید مسولیت په غاړه اخیستی دی او ویلي یې دي چې د هغوي 20 تنو جګړه مارانو پدغې حملې کې برخه اخیستې وه.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو خاص استازي رچارډ هولبروک دغه حمله غندلې او ویلي یې دي چې دا د ظالمانو او بې رحمه خلکو کار دی. هولبروک ویلي دي چې د طالبانو دغه حمله حیرانونکي نده او د نورو دا شان حملو خبرداری یې ورکړیدی.

XS
SM
MD
LG