د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: د کابل پر امنیت دې له سره غور وشي


د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي نن امر وکړ چې د کابل د امنیت په انتظاماتو باندې دې له سره غور وشي او امنیتی قواوې باید د عام وتام امده باش په حالت کې وي.

ښاغلي کرزي دا امر وروسته د هغې وکړ چه طالبانو دسه شنبی په ورځ په کابل باندی دېوې حملی په دوران پنځه کسان ووژل او اویا تنه ېې زخمېان کړل.

د کابل د پولیسو د قوماندان مرستیال محمد خلیل دستیار وویل چې امنیتي قواوو په کابل کی امنیت ټینگ کړی دی، د تلاشئ پوستې ېې جوړی کړي دي او په ښار کې په موټرو کې او پیاده گزمې کوي.

جمهور رئیس کرزي د حکومت مسوولینو ته حکم وکړ چې هغو کورنیو سره باید مرسته وکړي چې د کورنئ کوم غړی ېې د طالبانو په حمله کی وژل شوی وي او یا زخمي شوي وي او یا دا چې شتمنئ او دارايئ ته یې څه تاوان اوښتلی وي.

د استخباراتو رئیس امراله صالح نن وویل، د کومو اوو حمله کوونکو سره اتوماتیکی وسلې وې او د بمونو واسکټونه یې په غاړه کړي و، ټول د پولیسو سره په ډزو کې ووژل شول.

د حکومت ماموران وايي چې طالبانو غوښتل د جمهوري ریاست ماڼئ او ېو شمېر وزارتونه ونیسي او اشغال یې کړي خو بریالي نه شول.

د سه شنبی په ورځ دافغانستان په جنوب کی دامرېکا دوه عسکر په ېوه چاودنه کی وژل شوی دی. نور تفصېلات لا نه شته.

همدا راز ناتو واېې چه دناتو او افغانستان دحکومت عسکرو په شریکه د یوې گزمی په دوران کی په هلمند کی پرون شپږ سوه کېلو گرامه امونېم ناېټرېټ چه د بمونو په جوړولو کی ورڅخه کار اخېستل کېده ونېول او په همدغه ولاېت کی ېې هم ېې نهه سوه کیلوگرامه بنگ ونېول.

XS
SM
MD
LG