د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: افغانستان کې د لوړې سطحې نظارت ته اړتیا ده


ناتو په دې باندی غور کوي چی د افغانستان دپاره د لوړي سطحي یوه چوکۍ تشکیل کړی چی هغه ملک ته د پیسو او مرستو د موادو د بهیرونو څارنه وکړی.

د ناتو لوړ رتبه مامورین وایی چی ددې چوکۍ آمر به چی یو ملکي کس به وی ددې تضمین وکړی چی هغه پیسې چی د بیا رغوني د چارو د پاره ولایتونو ته استول کیږي، په مؤثره توگه استعمالیږي او د رشوتخورو مامورینو لاس ته نه ورځي.

دغه ملکي مامور به د امریکا په مشري د ائتلافي قواو د قوماندانانو سره چی په افغانستان کی د یاغي طالبانو او نورو یاغیانو سره جنگیږي، په گډه کار کوي.

بین المللي چارواکي وایی چی په کابل کی د برتانیې سفیر ددې چوکۍ دپاره تر ټولو مخکي کاندید معلومیږی. خو ناتو لا تر اوسه څوک نه دی نومولی.

ددې چوکۍ مسئول تن به د جنوري په ٢٨ مه په لندن کی د افغانستان په باب په بین المللي کنفرانس کی اعلان سی.

XS
SM
MD
LG