د لاس رسي وړ اتصالات

نیویارک ټایمز: طالبان کوښښ کوي خپل اعتبار ښه کړي


د نیویارک ټایمز ورځپاڼه د جنورۍ د یو ویشتمې نېټې په گڼه کې لیکي، طالبانو یوه پیچلې معلوماتي جگړه پیل کړې ده او د مطبوعاتو له پرمختللي او پخوانیو وسایلو نه کار اخلي تر څو د خلکو په منځ که خپل اعتبار ښه کړي اود افغانانو ملاتړځان ته جلب کړي.

دوی غواړي په دې ترتیب د امریکا د نوي کمپاین په وړاندې په موثره توگه مجادله وکړي.

نیویارک ټایمز لیکي چې د طالبانو مشر ملاعمر تیرپسرلي، د یوه اوږد فرمان په صادرولو سره د طالبانو لپاره نوي لارښودنې وکړې.

په دې لارښوونه کې ده د خپلې ډلې د جنگیالیو نه غوښتنه وکړه چې د خلکو په گڼې گوڼې ځایونو کې دې د ځان مرگي حملو نه او همدارنگه د ښونځیو د سوځولو او د خلکو د ژبو، غوږونو او شنډو له پریکولو نه ډډه وکړي.

ورځپاڼه لیکي، د ملاعمر دغه فرمان چې یو څه ناڅه عملي شودا معنی نه لري چې د دوی په جنگي حالت باندې څه اغیزه وکړي. دوی که څه هم د کابل په وروستیو حملو کې خلکو ته وویل چې ځانونه د خطر نه وباسي خو د ملگرو ملتو د یوه رپوټ په اساس دوی په افغانستان کې ٧٥ په سلو کې د ملکیانو په وژلو کې لاس لري.

ورځپاڼه لیکي، اوس چې طالبان د ملک په گوټ گوټ کې خپل دریځ پیاوړی کوي، دوی په دې تکل دي چې د خلکو په منځ کې خپل تصویر ښه کړي او ددوی ملاتړ ځان ته جلب کړي او ځان دوی ته د ازادي غوښتنې د غورځنگ په حیث ور و پیژني او د القاعده نه ځان خپلواک اعلان کړي.

دوی همدارنگه غواړي د افغانستان د خلکو له مایوسیت نه چې د حکومت د ضعف په وجه پیدا شوی دی او د بین المللي ټولنې له حضور نه گټې پورته کړي. دغه موضوع د ناتو مقاماتو څرگنده کړېده.

نیویارک ټایمز د رپوټ په دوام لیکي، په کلیو کې خلکو او همدارنگه د ناتو ځنې مامورینو ویلي دي چې د ملاعمر دغه فرمان د ځنو طالبو قوماندانانو په ذهن کې یو څه بدلون راوستلی دی او داسې ویل کیږي چې ځنې قوماندانان د ملاعمر لخوا له خپلې وظیفی څخه هم لرې شوي دي.

ورځپاڼه لیکي، د طالبانو د خلکو سره د اړیکو برخې هم غښتلې شوي دي او دوی کولی شي حتی د ناتو نه هم مخکې خپل پیغام خلکو ته ورسوي. دناتو یوه اعلا افسر ویلي دي چې هرڅومره چې دوی د خلکو سره نژدې والی لاس ته راوړي هغومره دوی خطرناکه کیږي او ددوی هغه داعیه چې په ٢٠٠١ کې وه تر اوسه هیڅ راز بدلون نه دی موندلی. د ناتو د استخباراتو مسئول ویلي دي هرکله د ناتو خوا د یوې نوې ستراتیژۍ سره میدان ته راوځي، دوی هم جوخت ورسره خپله نوې ستراتیژي وړاندې کوي. دامریکایانو ستراتیژي داده چې د هوايي قوتونو نه کمه استفاده وشي او کوښښ وشي چې په ښارونو کې خلک د طالبانو له حملو نه بچ کړي. د افغان او امریکايي تحلیل کونکو په خبره طالبان ډیره هڅه کوي حتی د انترنت نه چې یې دوی یو وخت کې غیر اسلامي بللي وو، هم ډیرگټه واخلي او همدارنگه د موبایل او ویدیو گانو نه د خپلو پیغامونو په رسولو کې په پراخه توگه استفاده کوي. وحید مژده چې پخوا یې د طالبانو سره کار کاؤ ویلی دی چې طالبان په اوس وخت کې ډیر زیات غواړي د خلکو ملاتړ ځان ته جلب کړي. دده په قول طالبان د اوږدې مبارزې لپاره ځان جوړوي نو ځکه دوی د خلکو په مالي ملاتړهم اتکا لري او اوس غواړي خپلې پخوانۍ غلطۍ بیا تکرار نه کړي.

آو د واشنگټن پوست ورځپاڼه د جنورۍ د یوویشتمې نېټې په گڼه کې لیکي، د امریکا ددفاع وزیر رابرت گیتس له پاکستان نه غوښتنه کړېده چې د گډ دښمن په وړاندې خپله جگړه تنده کړي.

ورځپاڼه لیکي، رابرت گیتس د پنجشنبې په ورځ په ناببره توگه اسلام اباد ته ولاړ او هلته یې د پاکستان چارواکو سره د اوباما د ادارې په نوي ستراتیژي او د دغه هیواد سره د اوږدې مودې د تعهداتو په هکله خبرې اترې وکړې.

واشنگټن پوست لیکي، گیتس چې پس له دریو کلونو پاکستان ته ځي ویلي دي چې هغه غواړي دپاکستان پوځي او ملک چارواکي په دې قانع کړي چې د طالبانو د ټولو ډلو، جهادي ډلو او القاعدې سره خپلې جگړې ته زور ورکړي. د ډیرې مودې لپاره پاکستان دا اراده نه لرله چې د هغو وسله والو پرضد چې افغانستان او هند ته اوړي څه اقدام وکړي مگر دا چې دوی د ملک په دننه کې څه ستونزه پیدا کړي.

ورځپاڼه د ښاغلي گیتس له قوله لیکي چې ته نه شي کولی د سرطان یوه برخه له نظره وغورځوي او داسې فکر وکړې چې دا برخه به بدن ته څه زیان ونه رسوي. گیتس وايي مونږ د پولو په دواړو غاړو کې گډ دښمن لرو، او مونږ غواړو د پاکستان سره نژدې کار وکړو تر څو د گډ دښمن په مقابل کې گډ دریځ ولرو.

XS
SM
MD
LG