د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د نړۍ تر ټولو نادر مرغان پیدا شوي


په افغانستان کې څیړونکي وايي چې دوی په نړی کې تر ټولو د نادرې مرغی ځای چې هلته دوی خپل نسل زیاتوي پیدا کړی دی.

د وحشي ژوو د تحفظ ټولنې نن اعلان وکړ چې دوی د دغه مرغی د نسل گیری سیمه د واخان په سیمه کې کشف کړیده چې په افغانستان کې د پامیر په غرونو کې موقعیت لري.

څیړندویې موسسې په ساحه کې د ډی ان ا د نمونو د لیدنې نه وروسته ددغه مرغی ځای تثبیت کړی دی.

دوی د شلو مرغانو د کتلو نه وروسته دغه خبره کړیده.

د وحشي ژوو د تحفظ ټولنه وايي د افغانستان واخان سیمه ډیر زیات بیولوژیکي انواع په خپل زړه کې لري چې د راتلونکو حفاظتي هڅو لپاره باید په نظر کې ونیول شي.

ددغه مرغۍ نمونې په ١٨٦٧ کې په هند کی په اول ځل ریکارد شویدي او بیا وروسته یې نمونې په تایلند کې هم وموندل شوې.

XS
SM
MD
LG