د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې د ایران پر تصمیم تاسف ښودلی


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرگي لاوروف وایی چی دده هیواد له دې کبله تاسف کوی چی ایران په ښکاره توگه د ملگرو ملتو هغه پیشنهاد رد کړ چی غواړي ایران دي خپل یورانیم خارج ته واستوي چی هلته غني کړای سی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دا تبصره په داسی حال کی وکړه چی داسی اشارې رسول کیږی چی امریکا غواړی په ایران باندی په فشار راوستو کی سخت دریځ غوره کړی خو له بلي خوا چین په ایران باندي د نورو بندیزونو په لگولو کی زړه نازړه دی.

لاوروف نن د جمعې په ورځ په یوه مطبوعاتي کنفرانس کس وویل چی د ملگرو ملتو د امنیت شورا کولای سي په ایران باندی د بندیزونو لگولو په باب بحثونه وکړی، مگر دی ددې ذمه نه سی وهلای چی د هغو طرفداري به وکړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیري هیلري کلینټن پرون وویل چی بین المللي ټولنه غواړي چی په ایران باندی زیات فشار واچوي.

هغې وویل چی « موږ به په شا ولاړ نه سو. » هغې دا وینا په واشنگټن کی د اروپایي اتحاد د نوي لوړ رتبه دیپلوماتي ( کاترین ایشټن ) او د برتانیې د بهرنیو چارو د وزیر ( ډیویډ میلیبینډ ) سره د خبرو په وخت وکړه.

XS
SM
MD
LG