د لاس رسي وړ اتصالات

ایندرا گاندهی څوک ده؟


د کال ١٩٦٦ د جنوری پر نولسمه د هند د صدراعظم لال بهادر شاستري تر مړینی وروسته ایندراگاندهی د هغه هیواد دکانگریس گوند مشره سوه او د هند د صدراعظمی په حيث وټاکل سوه.

ایندراگاندهی د مستقل هند د لومړني صدراعظم جواهرلال نهرو لور وه. دا په کال ١٩٥٥ کی د هند د کانگریس گوند د اجراییه هیات غړې سوه او په دې توگه د هغه هیواد د سیاست میدان ته راووتله.

دا د صدراعظم کېدلو څخه لږ وروسته د کانگریس گوند د ښي اړخ د مشرانو د مخالفت سره مخامخ سوه او د کال ١٩٦٧ په انتخاباتو کی په ډېر لږ اکثریت پر خپلو رقیبانو بریالی سوه.

په کال ١٩٧١ کی یې پر خپلو مخالفینو باندی ډېر غټ بری ترلاسه کړ او د گوند بې رقیبه مشره سوه. په هماغه کال یې د بنگله دېش د تحریک د ملاتړ لپاره پر پاکستان باندی د یرغل کولو امر ورکړ او د ځان او د کانگریس گوند لپاره یې ډېر زیات محبوبیت وگاټه.

د ایندرا گاندهی د قدرت په زمانه کی هیواد هم له اقتصادی او هم له داخلی سیاسی ستونزو سره مخامخ سو او کله چی هغه په کال ١٩٧٧ کی بیا انتخاباتو ته ودرېدله نو ډېره سخته ماته یې وخوړه.

یو کال وروسته د ایندراگاندهی طرفداران له گوند څخه ووتل او د ایندرا کانگریس په نوم گوند یې جوړ کړ.

د ١٩٨٠ د لسیزی په لومړیو کلونو کی په هند کی یو شمېر ایالتونو د زیاتی خودمختاری د اخیستلو دپاره خپلو غوښتنو او مبارزو ته زور ورکړ او په پنجاب کی د سیکهانو جدایی غوښتونکي تحریک تشدد او ټروریزم ته لاس واچاووه.

په کال ١٩٨۴ کی د سیکهانو مشرانو د امرتسر په طلایی معبد کی مورچل ونیوی. ایندراگاندهی پوځی حمله ورباندی وکړه او په سل هاوو سیکهان یې قتل کړل.

د هغه کال د اکټوبر پر یودېرشمه د ایندراگاندهی خپلو سیکه محافظینو هغه پر امرتسر باندی د حملې کولو په بدل کی ووژله. د هغې پر ځای باندی یې زوی راجیو گاندهی د هند صدراعظم شو.

XS
SM
MD
LG