د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي په افغانستان کې کیمیاوي سره منع کړه


د افغانستان جمهور ریْس حامد کرزي د امونیم نایتریت کیمیاوي سرې کارول د یوه فرمان په ترڅ کې نن د جمعې په ورځ منع کړل. ددغه موادو نه د بمونو په جوړولو کې کار اخیستل کېږي.

جمهور ریْس کرزي نن د جمعې په ورځ یو فرمان صادر کړ چې د امونیم نایتریت رانیول، جوړول او کارول یې منع کړل. حکومت افغان بزګرو ته ۳۰ ورځې وخت ورکړی چې ټول امونیم نایتریت دي تسلیم کړي.

د ګلوبل سکیورتي په نامه کمپنۍ نظامي امنیتي موسسه وايي چې د افغانستان ۹۵ په سلو کې بمونه د امونیم نایتریت نه جوړیږي.

د سې شنبې په ورځ افغان او ناټو قواوو ۶۳۶ کیلوګرام امونیم نایتریت د هلمند په ولایت کې د ګزمې پرمهال وموندل.

XS
SM
MD
LG