د لاس رسي وړ اتصالات

و.س ژورنال: د حکمتیار د مصالحې پلان


د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه وایی حکمتیار د سولی دپاره په خپلو شرایطو کی ویلی دی چی د افغانستان څخه دامریکایانو تر وتلو وروسته دي د یوه بېطرف سرپرست حکومت د لاندی انتخابات وسی او دی پېش بینی کوی چی دده حزب اسلامی گوند به په سلو کی اویا رایی وگټی.

ورځپاڼه وایی په داسی حال کی چی ملا محمد عمر کرزی یو خاین بولي خو ښاغلي حکمتیار ویلي دي چی که د افغانستان جمهوریس د خپلو امریکایی ملاتړ کونکو د اطاعت کولو څخه لاس واخلی نو دی به یې ملاتړ وکړی.

ورځپاڼه وایی په دې وروستیو شپو ورځو کی حکمتیار د پاکستان د استخباراتو په مرسته خپل قوت زیات کړی دی، خو پاکستان دا خبره نه منی چی طالبانو یا د هغوی له متحدینو سره مرستی کوی.

د بروکینگ د تحقیقاتی موسسې یو څېړونکی بروس ریډل وایی که د پاکستان د پوځی استخباراتو ادارې آی ایس آی غوښتلای چی حکمتیار زموږ سره ملگری کړي هغه به دوخته لا زموږ سره وای. هغه د آی ایبس آی سره دونه نیژدې اړېکی لری چی دا امکان نه لری دهغوی له موافقې پرته دي زموږ سره همکاري وکړی.

XS
SM
MD
LG