د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په جنوب کی دوه چاودنی، دری امریکایی عسکر  مړه


د ناتو قواووی وایی چی نن د افغانستان په جنوب کی دری امریکایی عسکر د بم په دوو جلا چاودنو کی وژل شوی دی.

په دی اړه نور جزییات نه دی خپاره شوی.

په همدی سیمه کی پرون هم د سړک د غاړی د بم په چاودنه کی دوه امریکایی عسکر وژل شوی وو.

همدا شان ناتو وایی چی د هلمند د ولایت په جنوبی برخه کی پرون یو بم وچاود،

دوه ماشومان پکی ووژل شول او دوه نور یی زخمی کړل.

بل خبر وایی چی یو شپاړس کلن هلک پرون د خوست د ولایت د تڼیو په ولسوالی کی په یوه بم وروخوت او بم وچاود او ماشوم پکی ووژل شو. دا بم په کوم کور کی جوړ شوی و.

نړیوالی قواووی وایی چی یاغیانو د پکتیکا په ولایت کی یوه ټکسی موټر ته اور واچاوه ،دری افغان ښځی یی ووژلی او دوه نور یی زخمی کړی.،

هغوی وویل چی دغه ټکسی وان زخمیان د ناتو یوی اډی ته راوړل او هلته یی تداوی وشوه.په یوه بل خبر کی راغلی چی د جرمنی صدراعظمی انگیلا میرکل پرون وویل چی د افغانستان په شمال کی به د افغانی قواوو د روزولو کار چټک کړی.

دغه اعلان په داسی حال کی کیږی چی د دغه جنگ ځپلی ملک په اړه به په راتلونکی اونی کی په لندن کی نړیوال کنفرانس دایر شی.

XS
SM
MD
LG