د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایی جنرال وایی.  جگړه  بیخی ډیره وشوه


په افغانستان کې د ناټو او امریکایي قواوو عمومي قوماندان ستر جنرال سټنلي مکرسټل وایي هیله لري چې په افغانستان کې د امریکایي عسکرو زیاتوالی طالبان دیته وهڅوي چې د سولې خبرو ته غاړه کښیږدي.

جنرال مکرسټل د فایننشل ټایمز د ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې چې نن خپره شویده، د افغانستان د جګړې په اړه خپل شک او تردید یو ځل بیا په ډاګه کړیدی. خو هغه وویل دا چې سږ کال به نور دیرش زره امریکایي عسکر افغانستان ته ولیږل شي نو د دوي په مټ به ناټو پدې وتوانیږي چې مثبت پرمختګ راولي.

جنرال مکرسټل همدارنګه په مرکه کې ویلي دي چې د هغه هدف دا دی تر څو د طالبانو بغاوت دومره کمزوری کاندي چې د هغوي مشران پخپله د افغانستان د حکومت سره د روغې جوړې خبرو ته غاړه کښیږدي. مکرسټل وایي چې هغه په شخصي ډول داسې فکر کوي چې نوره نو جګړه زیاته شوه.

ورځپاڼې د جنرال سټنلي مکرسټل نه پوښتلي دي چې آیا هغه غواړي چې د طالبانو مشران دې د افغانستان په راتلونکي حکومت کې برخه ولري؟ مکرسټل ورته په ځواب کې ویلي دي ټول هغه افغانان کولی شي چې په افغانستان کې یو رول ولوبولی شي که چیرته هغوي د افغانستان په تیره نه بلکې په راتلونکې باندې پام وکړي.

له بلې خوا پرون د شنبې په ورځ د افغانستان د انتخباتو چارواکو د هیواد پارلماني انتخابات ځنډولي دي. تمه کیده چې دغه انتخابات د روان میلادي کال د مې د میاشتې په 22 مه وشي، خو هغوي وایي چې د امنیتي او مالي ستونزو له امله نشي کولی چې دغه انتخابات دې پخپل وخت تر سره شي.

د افغانستان د انتخاباتو کمشنر فضل احمد معنوي ویلي دي چې پارلماني انتخابات به د سپټمبر تر میاشتې پورې وځنډول شي. ځکه چې دغه کمیسون 120 میلونه ډالر نلري چې د انتخاباتو لګښت پوره کاندي.

د انتخاباتو کمیسون د خپلې پریکړې ننګه کړیده او زیاته کړې یې ده چې پدې سره به هغوي وتوانیږي چې راڼه او عادلانه انتخاباتو ته ذمینه مساعده کاندي.

همدارنګه د افغانستان جمهور رییس حامد کرزی د یکشنبې په ورځ ترکې ته رسیدلی دی. کرزی به نن هلته د پاکستان او ترکې د جمهور رییسانو سره وګوري او پدې به بحث وکړي چې څنګه کولی شي د افغانستان او پاکستان تر منځ د ګډې پولې په دواړو خواوو کې د تروریزم سره په ښه ډول جګړه وکړي.


XS
SM
MD
LG