د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان او پاکستان جمهورریسان په ترکیه  کی سره وینی


د افغانستان جمهور رییس حامد کرزی او د پاکستان جمهور رییس آصف علي زرداري نن د ترکې په کوربتوب د استانبول په ښار کې سره غونډه کوي تر څو د طالبانو پر ضد د ګدې همکارۍ په اړه خبرې وکړي.

د افغانستان او پاکستان د مشرانو دغه غونډه په لندن کې د افغانستان په اړه د نړیوال کنفرانس نه یوازې څو ورځې وړاندې کیږي.

تمه کیږي چې ښاغلی کرزی او ښاغلی زرداری به د استنبول د مشرانو د غونډې په څنگ کی خپلوکی هم دوه په دوه جلا سره غونډی دپاره کښینی . ترکیه د پردې تر شاه پدې باندې کار کوي تر څو د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې بیرته ورغوي.

پدغو خبرو کې به د افغانستان او پاکستان نظامي او استخباراتي چارواکي هم ګډون وکړي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې وروسته تر هغه خړې پړې شوې چې تندلارو ډلو د پاکستان په شمال لویدیځو قبایلو سیمو کې اډې جوړې کړې. دغو تندلارو ډلو په یو د پاسه دوه زرم کال کې د امریکا تر یرغل وروسته پدغو سیمو کې ځانته د پټیدو خوندي ځایونه جوړ کړل او هلته یې پناه واخیسته.

د افغانستان جمهور رییس حامد کرزی به سبا ته د جرمني د صدر اعظمې انګلا مرکل سره د خبرو لپاره برلین ته ولاړ شي او د هغه نه وروسته به لندن ته سفر وکړي چې د افغانستان په اړه په نړیواله غونډه کې ګډون وکړي

XS
SM
MD
LG