د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کی د امریکا سفیر وایی:کرزئ بشپړ ملگری ندی


په هغو دیپلوماتیکو تیلیګرامونو کې چې نن د سه شنبې په ورځ د امریکا په ورځپاڼو کې خپاره شویدي، په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر کارل ایکنبري جمهور رییس اوباما ته خبرداری ورکړیدی چې د افغانستان جمهور رییس حامد کرزی یوه بشپړ ستراتیژیک ملګری ندی.

د آیکنبري دغه تیلیګرامونه نن د نیویارک ټایمز ورځپاڼې خپاره کړیدي او پکې هغه افغانستان ته د نورو امریکایي عسکرو د لیږلو په اړه خپل شک او تردید په ښودلی وو.

آیکنبري ویلي ؤ که چیرته افغانستان ته نور امریکایي عسکر واستول شي نو د کرزي حکومت به د امریکا په متحده ایالاتو باندې زیاته تکیه وکړي.

په کابل کې دامریکا د سفیر کارل آیکنبري دغه څرګندونې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د قواوو د عمومي قوماندان ستر جنرال سټنلي مکرسټل د بغاوت پر ضد د ستراتیژۍ سره په ټکر کې دي. ځکه چې هغه ویلي وو که چیرته افغانستان ته اضافي عسکر وانستول شي، نو نړیواله ټولنه به په هغه هیواد کې ناکامه شي.

جنرال مکرسټل د فایننشل ټایمز د ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې چې د دوشنبې په ورځ خپره شویده، ویلي دي چې د دیرش زرو اضافي امریکایي عسکرو نه به ګټه واخلي او پر مټ به یې د طالبانو بغاوت دومره کمزروی کاندي چې د هغوي مشران به پخپله د افغانستان د حکومت سره د سولې خبرو ته غاړه کښیږدي.

له بلې خوا د افغانستان جمهور رییس حامد کرزی وایي چې د امریکا متحده ایالت او اروپایې د هغه پلان ملاتړ کړیدی چې هغه جګړه مار طالبان د افغاني ټولنې سره بیرته یو ځای کاندي چې غواړي د تاوتریخوالي نه لاس واخلي.

جمهور رییس کرزي د دوشنبې په ورځ د ترکې د استانبول په ښار کې د هغه هیواد د جمهور رییس عبدالله ګل او د پاکستان د جمهور رییس آصف علي زرداري سره وکتل.

XS
SM
MD
LG