د لاس رسي وړ اتصالات

اېنگېلا مرکېل وایی: له افغانستان نه د عسکرو داېستلو دنېټی اعلانول سم کارندی


د المان صدراعظمه مېرمن انگلا مرکل واېې چه دا به غلط کار وی که د افغانستان نه دالمان دعسکرو دراوېستلو لپاره کومه نېټه وټاکل شی.مېرمن مرکل په برلېن کی د افغانستان دجمهور رېس حامد کرزي سره ملاقات کې له خبرونه وروسته دا تبصره وکړه.

ښاغلی کرزی د پنجشنبی په ورځ لندن ته روان دی چه دملگرو ملتونو دعمومی منشی بانکې مون ،ناتو عمومی منشی انډرېس فاغ راسموسېن او د ېو شمېر هغو ملکونو دخارجه چارو دوزېرانو سره چه دافغانستان په عملېاتو کی شرېک دی، دافغانستان دجنگ زپلی هېواد دراتلونکې په باب خبری وکړی.

مېرمن مرکل پرون اعلان وکړ چه المان به افغانستان ته پنځه سوه نور عسکرولېږی. تېره هفته دالمان صدراعظمی وېلی ؤ چه المانی عسکر به دافغانستان د امنېتی قواو دروزلو لپاره خپل کوښښونه گړندی کړی. فعلا المان په افغانستان کی څلور زره دری سوه عسکر لری.

XS
SM
MD
LG