د لاس رسي وړ اتصالات

کراچئ کی د ناټو دپاره مال وړونکو لاریو باندی برید شویدی


پاکستاني پولیس وايي چې یاغیانو د پاکستان په جنوب کې پر هغو لاریو باندې چې د ناټو دپاره یې مواد انتقالول برید کړی او لږ تر لږه ۳ کسه یې ټپي کړي دي.

د پولیسو چارواکي محمد علي وویل چې یاغیانو د وسلو او لاسي بمونو په مرسته نن د پنجشنبې په ورځ د ناټو پر درو لاریو باندې د کراچۍ د ښار د باندي پر لویه لار باندې برید وکړ.

چارواکو ویلي دي چې په دغه حمله کې یادشوي لارۍ چې په افغانستان کې د ناټو د قواوو لپاره یې مواد انتقالول، ورانې شوي دي.

یاغي طالبانو د ناټو پر اکمالاتي قطارونو باندې د پاکستان په صوبه سرحد کېد افغانستان سرحد ته نېږدې یو لړ حملې کړي دي.

ناټو او آمریکايي قواوې چې هغه افغانستان چی بحر ته لار نه لری هلته د مخ پرزیاتېدو یاغي ګرۍ پرضد مبارزه کوي، خپل د ضرورت وړ موادو د انتقالولو په برخه کې پر پاکستان باندې تکیه کوي. لږ تر لږه ۷۵ په سلو کې یې اکمالاتي مواد د پاکستان د لارې راځي.

XS
SM
MD
LG