د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو په بمبار کې ۴ افغان عسکر وژل شوي


د افغانستان او ناټو چارواکي وايي چې د ایتلافي قواوو په هوايي بمباریو کې به شاید د افغانستان د ملي اردو څلور عسکر وژل شوي وي.

نظامي چارواکي وايي چې د افغانستان د ملی اردو عسکر او د ایتلاف پر عسکرو نن د شنبې په ورځ وختي حمله وشوه او وروسته ایتلافي قواو هوايي بمبارۍ وکړې.

د افغانستان او ناټو چارواکي وايي چې شوي تحقیقات دا په ډاګه کوي چې د هوايي بمباریو وروسته د افغانستان د ملي اردو د پوستې نه ډزې وشوې.

د ناټو د قواوو ویاند برید جنرال ایریک تریمبلې وویل چې دا یوه خواشینوونکې پیښه وه.

هغه زیاته کړه چې مشترکې قواوې ډیر زیار باسي چې خپل عملیات سره همږغي کړي.

د افغانستان د دفاع د وزارت یوه نطاق ویلي دي چې د ناټو په مشرې نړېوال سوله ساتونکي قواووې او د افغانستان ملي اردو به په دې اړه ګډ تحقیقات وکړي ترڅو د هغه په وینا ددغه بدمرغې پېښې د رامینځ ته کیدو سبب معلوم کړي.

دا پیښه نن د شنبې په ورځ د وردگو په ولایت کې شوې ده. تر دې یوه ورځ مخکې هم په دې ولایت کې یوه افغان ترجمان په یوه محاربوي پوسته کې دوه امریکايي عسکر وژلي وو. ناټو پرون په یوه بیانیه کې ویلي وو چې دوه امریکايي عسکر او یو امریکايي کارگر وژل شوي دی. مگر په دې باب یې نور تفصیلات نه وو ورکړي.

د افغانستان چارواکي وايي چې د ناټو قواوو د افغانستان د ملي اردو سره نښته کړې او پر ملي اردو یې بمبارۍ کړيدي چې په نتیجه کې یې ۴ د ملي اردو عسکر وژل شوي او لږ تر لږه ۶ نور ټپیان شوي دي.

د وردګو ولایت ویاند شاهدالله شاهد وايي چې قواوو د عملیاتو وروسته پر یو بل باندې ډزې پیل کړې.

د اسوشیتد پریس خبري آژانس خبر ورکوي چې د افغانستان د ملي دفاع وزارت دغه پېښه غندلې او غواړي چې عاملین یې د تحقیقاتو وروسته د قانون منګولو ته وسپارل شي.

د ناټو چارواکو ویلي دي چې د پېښې په اړه تحقیقات کوي خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي خپاره کړي.

بل خوا، طالبانو د هلمند په ولایت کې د ملي اردو سره د پرونۍ ورځې د نښتې مسولیت په غاړه اخیستی دی.

د طالبانو ویاند ( قاري یوسف احمدي) وايي چې د هغه ډلې اته وسله وال یاغیان د انتحاري واسکټو او وسلو سره د هلمند ولایت مرکز لشګر ګاه تر ولېږل چې د ملګرو ملتونو پر مرکز، د ملي اردو پر مرکزونو او د حکومت پر ودانیو باندې بریدونه وکړي. د یاغیانو، ناټو او افغان قواوو تر مینځ د اتو ساعتونو دپاره نښتې وشوې.

د ولایت د والي مرستیال ( عبدالستار میرزکوال ) وايي چې دوو تنو یاغیانو په ځان پوري تړلي چاودیدونکي موادو ته انفجار ورکړ او پاتې څلور تنه نور د امنیتي قواوو سره په نښته کې ووژل شول. دا لا معلومه نه ده چې اووهم کس څه شوی دی. په دغو نښتو کې د افغانستان د ملی اردو څلور عسکر هم ټپي شوي دي.

په عین حال کې ناټو پرون د جمعې په ورځ وویل چې د افغانستان په ختیځ کې دوو آمریکايي عسکرو او یوه آمریکايي کارمند د مرینې په اړه تحقیقات کوي. ایتلافي قواوو د پرون ورځې د حملو په اړه نور جزیات نه دي خپاره کړي.

XS
SM
MD
LG