د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د یوناما له مشر سره د کتلو خبر رد کړ


طالبانو هغه رپوټونه رد کړي دي چی وایی ددوی مشرانو په افغانستان کی د سولي راوستو د پاره د ملگرو ملتو د یوه مامور سره کتلي دي.

طالبانو نن د شنبې په ورځ یوه بیانیه خپره کړې او په هغې کی یې ویلي دي چی هغه رپوټونه چی وایي دوی د افغانستان د پاره د ملگرو ملتو د خاص آستاځي کای ایډه سره کتلي دي بې اساسه « آوازې » دي.

د طالبانو په بیانیه کی داهم ویل سوي دي چی د سولي د خبرو سره ددوی انکار ددې سبب سو چی په دې هفته کی په لندن کی د افغانستان د ثبات په باب بین المللي کنفرانس ناکامه سی.

د ملگرو ملتو یوه مامور چی نوم یې نه دی ذکر سوی او په دې کنفرانس کی یې گډون کړی و، پرون وویل چی د طالبانو مشرانو د کای ایډه سره ددې دپاره پټ ملاقات کړی چی د افغانستان د حکومت سره د سولي احتمالي خبري شرع کړی.

دغه مامور وویل چی دا ملاقات د جنوري د میاشتي په اتمه په دوبی کی سوی دی.

XS
SM
MD
LG