د لاس رسي وړ اتصالات

حکیم الله محسود مړ دی که ژوندئ ؟


د پاکستان پوځ نن وویل چی هغه رپوټ څیړی چی د پاکستانی طالبانو مشر حکېم الله محسود د جنوری د میاشتی په نیمایی کی د

امریکا د بی پیلوټه الوتکی په بمباری کی د زخمی کیدو وروسته مړ شوی دی.

د پوځ دغه اعلان په داسی حال کی کیږی چی د پاکستان په دولتی ټلویزیون کی اعلان شوی و چی محسود مړ شوی او خښ شوی دی.

دغه رپوټ چی د یاغیانو د مشر د وژل کیدو په سر اختلاف پکی دی له هغه وروسته خپور شو چی د جنوری په میاشت کی د قبایلو په سیمه کی په بمباری کی یو شمیر یاغیان ووژل شول.

د دی حملی وروسته طالبانو دوه ویدیو ټیپونه خپاره کړل چی وښیی محسود د دی حملی نه بچ شوی دی.ځینی رپوټونه وایی

ښایی چی محسود څو ورځی وروسته په یوه بله حمله کی وژل شوی وی.

د طالبانو یوه نطاق نن د محسود د وژل کیدو رپوټونه رد کړل.

اعظم طارق د فرانسی خبری آژانس ته وویل چی محسود ژوندی او روغ رمټ دی.

هغه وویل چی د محسود دو ژل کیدو رپوټونه چی په مطبوعاتو کی خپاره شول ،هدف یی دا ؤ چی د طالبانو د مشرانو ترمینځ اختلاف ایجاد کړی.

طارق وویل چی طالبانود محسود د ژوندی پاتی کیدو شواهد وړاندی کړی او که څوک وایی چی هغه مړ دی نو د هغه د مرگ شواهد دی وړاندی کړی

XS
SM
MD
LG