د لاس رسي وړ اتصالات

زابل کی یوه ځان مرگی حمله شنډه شویده


د افغانستان ملي پولیس په هغه یو تن پسې د زابل په ولایت کې ګرځي چې کیدی شي ځانمرګی برید کوونکی به وي. پولیسو نن د دوشنبې په ورځ په هغو دوو کسانو باندې ډزې وکړې چې غوښتل یې د هغوي مرکز ته ورنږدې شي او د ځانمرګو برید کوونکېو شک پرې کیده.

په ‌ډزو کې یو تن سخت ټپي شو او دویم تن بیا په تیښته بریالی شو او د افغانستان امنیتي قواوې اوس پلټنې پیل کړیدي چې دویم نفر پیدا کاندي.

چارواکېو ویلي دي چې پدغې پیښې کې د پولیسو یو تن منصبدار هم ټپي شویدی.

له بلې خوا په افغانستان کې دیره نړیوالو قواوو هم نن د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې د امریکا یو تن عسکر چې د ناټو قواوو سره یې دنده تر سره کوله، د هیواد په جنوب کې د بم په چاودنه کې وژل شویدی. تر دې دمه دا ندي ویل شوي چې پیښه د افغانستان په کوم ولایت کې شویده.

همدارنګه جنرال شیر محمد ځاځي نن د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې افغان او نړیوالو قواوو د هلمند په ولایت کې 7 تنه جګړه ماران په عملیاتو کې وژلي دي.

په عین حال کې د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي پرون د یکشنبې په ورځ یو ځل بیا په طالبانو باندې غږ وکړ چې د هغه د حکومت سره دې جګړه پای ته ورسوي او د هیواد اساسي قانون دې ومني.

جمهور رییس کرزي د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې په طالبانو باندې غږ وکړ چې د سولې د ټینګلو لپاره دې هلې ځلې وکړي.

لدغو تبصرو نه درې ورځې وړاند د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي او د هغه لویديځو انډیوالانو د پخلاینې په یوه پروګرام باندې موافقه وکړه. د دغې پروګرام له مخې به د طالبانو پخوانیو جنګیالیو ته اقتصادي بدیل برابر شي او د دې په بدل کې به هغوي د سخت دریزۍ نه لاس اخلي.

XS
SM
MD
LG