د لاس رسي وړ اتصالات

چین: د تایوان سره معامله تاوان پېښوي


چین د آمریکا د متحده ایالاتو سره په اړیکو کې د جدي عواقبو خبرداریْ ورکړی دی. چین دغه اقدام ورسته له هغه نه وکړ چې د جمهور ريٌس اوباما حکومت پریکړه وکړه چې پر تایوان باندي وسلې خرڅې کړي. د آمریکا غږ خبریالې ستیفني هو د بیجینګ څخه په دې اړه یو ریپوټ رالېږلی دی چې ستاسو پام ورته رااړوم.

د چین حکومت د سه شنبې په ورځ دا په ډاګه کړه چې اوس هم د آمریکا د هغې پرېکړې په خاطر په غوصه دی چې غواړي پر تایوان باندې د ښپږ نیم میلاردو ډالرو وسلې خرڅې کړي. آمریکا د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې په پام کې لري پر تایوان باندې وسلې خرڅې کړي.

د چین د باندنیو چارو د وزارت ویاند (ما ژواکس) خبرداری ورکړ چې د وسلو دغه معامله به د چین او آمریکا ترمنیځ اړیکو ته تاوان ورسوي.

ښاغلي ما داسي وویل

،،د آمریکا متحده ایالاتو پر تایوان باندې د وسلو د خرڅولو سره د چین مخالفت د پامه وغورځاوه. هغه وايي چې دغه معامله به د چین او آمریکا پر اړیکو باندې او دغه راز د بیلابیلو مسلو په باب د دواړو ملکونو ترمینځ پر همکارۍ باندې منفي اغیزه وکړي. هغه زیاته کړه چې دغه کار به ناوړه عواقیب په پای کې ولري،،.

دغه راز هغه دا هم وویل چې چین په پام کې لري چې پر هغو آمریکايي کمپنیو باندې بندیزونه زیات کړي چې د وسلو په دغه معامله کې دخیل دي.

هغه د کومې ځانګړې کمپنۍ په اړه څه ونه ویل، نه یې دا په ډاګه کړه چې یادشوي بندیزونه به څه شي وي، خو ځېنې آمریکايي کمپنۍ چې کیدای شي تر تاثیرلاندې راشي، د بوینګ، رایتیون او لاک هید مارتین کمپنیانۍ دي.

چین تایوان ته خپل د یوه ولایت په سترګه ګوري او هوډ یې کړی دی چې د ضرورت پر مهال به ددغې وچې د بیرته اخیستلو دپاره د قوې نه هم کار واخلي. د آمریکا متحده ایالاتو په کال ۱۹۷۹ کې خپل د دیپلوماتیکو اړېکو تمرکز د تایوان څخه و بیجینګ ته واړوه خو آمریکا وايي چې د تایوان سره به مرسته وکړي چې د ځان نه دفاع وکړي.

چین د تایوان سره د آمریکا د و سلو د معاملې پر ضد په سمدستي توګه غبرګون وښود او د آمریکا سره یې پوځي تبادلې بندې کړې.

د چین او آمریکا تر مینځ په نظامي مسایلو کې یو بله مسله چې د چین د باندنیو چارو وزرات پرې خپګان څرګند کړی دی، دا ده چې د آمریکا د دفاع وزارت پر دفاعي چارو باندې د مرور یو ریپوټ خپور کړ چې په کښي اوږدمهاله اهداف او آمریکا ته د نورو ملکونو له خوا نظامي ګواښونه څیړل شوي دي.

په دغه ریپوټ کې د بیجینګ ورستیو اقداماتو ته چې خپل د پوځ د جوړولو او موثرولو دپاره کار کوي هم اشاره شوې ده او ویل شوي دي چې د چین په دغو اقداماتو کې شفافیت نشته نو په همدغه دلیل د بیجینګ د نیت په باب پوښتنې راپورته کېږي.

د چین د باندنیو چارو د وزارت ویاند ښاغلي ما داسي وویل،،د آمریکا دغه راز څرګندونې نوي خبري نه دي هغه وايي چې د چین د دفاعي چارو جوړولو او پیاوړي کول نورماله مسله ده هغه وايي چې د آمریکا ریپوټ په اصل کې د چین په کورنیو چارو کې مداخله ده او عامه افکار مغشوشوي،،.

د چین او آمریکا ترمینځ اړیکې د څو نورو مسایلو په خاطر هم تر اغیزې لاندې راغلي دي چې په کښي د جمهور ریْس اوباما او د تیبیت د روحاني مشر دالای لامه سره ممکن لیده کاته او پر انټرنیټ باندې د سانسور مسلې هم شاملې دي.

XS
SM
MD
LG