د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان قواوو په مشرئ هلمند کې پراخ عملیات پیلیږي


د افغانستان او امریکا قوماندانان وایی چی دافغانستان په جنوب کی په زرگونو عسکر پلان لری چی دطالبانو داوږدی مودی په پاخه مورچل باندی یوه تهاجمی حمله وکړی.

قوماندانان وایی چی دافغان قواو په مشری باندی دا عملیات به دهلمند دولایت په مارجه ولسوالئ کی پر افراطیانو باندی وشي.

ویل کیږی دهغه وخت نه چه د امریکا جمهوررئیس براک اوباما امرکړی ؤ چی ٣٠ زره اضافی عسکر افغانستان ته ولیږل شی تراوسه پوری دا تر ټولو ستر عملیات دی چه هلته به وشی.

ددغوعملیاتو او تازه عسکر و د لیږلو مقصد دادی چی د طآلبانو گټی په دی نیژدی کلونو کی دهغوی له لاسه ووزی. خو چارواکیو ونه ویل چی دا تهاجمی عملیات به کله پیل شی.

له بل پلوه، په افغانستان کی دناتو دتړون ماموران وایی چه دهیواد په ناارامه جنوبی سیمه کی دبم په یوه چاودنه کی دوه امریکا یی عسکر وژل شوی دی.

دناتو یو مطبوعاتی اعلامیه چه نن خپره شوه وایی چه دغه دواړه عسکر دسه شنبی په ورځ مړه شول مگر په اعلامیه کی په دی باب نور تفصلات نه دی ورکړ شوی.

په عین وخت کی د جمهور ریس حامد کرزی سعودی عربستان ته تللی دی او غواړی چه دسعودی دپاچا ملک عبداله سره په دی اړه مشوره و وکړی چه د طالبانو سره دسولی خبری څنگه شروع شی.

توقع کیږی چه ښاغلی کرزی به دسعودی د پاچا سره په خپل ملاقات په دوران کی طالبانو دسولی د یوه پلان په باب خبری وکړی چه د دحکومت لوری ته راوښتلو او خپلو وسلو د تسلیمولو په بدل کی به ورسره دافغانستان حکومت مالی مرسته کوی .

جمهور ریس کرزی په دی نظر دی چه سعودی عربستان دافغانستان په ارتباط مهم رول لوبولی شی،مگر دسعودی مقاماتو داخبره څو واری کړی ده ، تر څو چه طالبان دالقاعدی دمشر اسامه بن لادن سره خپلی اړیکی قطع نه کړی، دسعودی حکومت به د سولی په جریان کی شامل نه شی.

سعودی عربستان یو دهغو دریو هیوادونو دجملی نه ؤ چه دامریکا په مشرئ دنظامی یرغل په نتیجه کی یی دزوال نه مخکی د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژنده. کرزي تیره هفته اعلان وکړ چه په راتلونکو څو هفتو کی به د قومی مشرانو یوه جرگه راوغواړی تر څو طالبانو او یو شمیر نورو وسله و والو مخالفانو سره دسولی خبری شروع کړی.

XS
SM
MD
LG