د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې چاودنې د ٣ امریکايي عسکرو په شمول ٧ تنه ووژل


(عکس: AP) پاکستانی مقامات وایی چې نن ددغه هیواد دصوبه سرحد د دیر په ضلع کی دجنکو دیوه ښوونځی سره نژدی دسړک د په غاړه دبم په چاودنه کی اوه کسان مړه شول چه دری امریکایی عسکر هم په کی شامل دی.

امریکایی مامورانو لا تراوسه پوری دغه خبر نه دی تصدیق کړی. پاکستانی ماموران وایی چه د څلور تنه ماشو نی هم په چاودنه وژل شوی دی او شپیته کسان زخمیان دی.

داحمله د کوز دیر په یوه کلی کی وشوه چه دسوات سره نژدی پروت دی. دا هغه سیمه ده چه دپاکستان حکومت وایی یو کال مخکی یی دیوه پوځی یرغل په نتیجه کی د وسله والو سړو نه پاکه کړی وه .

په اسلام اباد کی دامریکا دسفارت یوه اعلامیه وایی چه دامریکا نظامی افراد دیر ته ددی لپاره تللی ؤ چه دنجونو د ښوونځي دترمیم شوی ودانئ دپرانیستلو په مراسمو کی برخه واخلی. دغه ښوونځی دامریکا په مالی مرسته ترمیم شوی دی.

دسه شنبی په ورځ بی پیلوټه الوتکو چه گومان کیږی د امریکا به وی، څو توغندی په شمالی وزیر ستان کی دطالبانو په پټو ځایونو باندی وار کړی، چه کم تر کمه شپاړس کسان یی ووژل.

گومان کیږی چه په شمالی وزیر ستان کی د حقانی په مشرئ د طالبانو جنگیالی مرکزونه لری. دحقانی په سړو باندی دا تور لگول کیږی چه افغانستان ته دناتو او امریکا په قواو باندی د حملو لپاره را اوړی.

په ښکاره ډول امریکایی ماموران دبی پیلوټه الوتکو په حملو باندی څه تبصره نه کوی خو پخوا یی دپاکستان او امریکا تر منځ یی تشنج زیات کړی ؤ.

له بلی خوا پرون په کراچئ کی دعوامی نشنل پارټئ او دمهاجرو دقومی تحریک د طرفدارانو په منځ کی دسختو نښتو په نتیجه کی شپږ کسان مړه شو چه ټول ټال شپږ ویشت کسان تراوسه پوری مړه شوی دی.

XS
SM
MD
LG