د لاس رسي وړ اتصالات

ایران حشرات فضا ته استولي


(عکس: AP) ایران په بریالیتوب داسی یو راکټ فضا ته توغولی دی چه ژوندی حشرات دپلټونو او تحقیقاتو په منظور په کی فضا ته انتقال شوی دی.

د ایران دولتی تلویزون نن یوه صحنه خپره کړه ایرانی ماموران لیدل کیږی ، یو مږک، شمشتئ او واړه چینجیان په راکټ کی ځای په ځای کوی.

ایرانی مقاماتو ددغه راکټ دنوم او د پلټنو په اصل مرام او هدف باندی تبصره نه ده کړی، خو دایران مطبوعاتو راپور ورکړ چه ددغه راکټ نوم کاویشگر دری دی.د اعلان په داسی حال کی وشو چه ایران خپله ملی فضایی ورځ لمانځله.

له بلی خوا نن دایران جمهور ریس احمدی نژاد دراکټونو دتوغولو یو دستگاه پرانیستله چه په خپله په ایران کی تیاره شوی ده.

ددغه دستگاه نوم سیمرغ دی. د ایران داسلامی انقلاب د یو دیرشمی کلیزی دلمانځلو په مناسبت ایرانی مقاماتو دسیمرغ سره یو ځای دری نوي سیټلایټونه یا مصنوعی سپوږمئ هم پرانستلی.

لویدیز ملکونه دایران د فضا پروگرام په باب ډیر زیات تشویش لری او دا ویره ورسره موجود ده چه عین شان تکنالوژی به داتومی کوپړیو دتوغولو لپاره استعمال کړی.

XS
SM
MD
LG