د لاس رسي وړ اتصالات

ایشیا ټایمز: د طالبانو او افغان حکومت محدودیتونه


(عکس: AP) دایشا

(عکس: AP) ټایمز آن لاین خپرونه لیکی چی دلندن په کنفرانس کی چی کومی خبری وشوی له هغوی نه دا پته لگیږی چی دافغانستان شخړه له ستونزواو جنجال سره مخامخ ده او له طالبانو سره دسولی خبری ښایی ددغه بی نتیجی اواوږده چی افغانستان په تیرو ٣٢ کلونو کی تخریب کړیدی یوازینی لاره وی.

ایشیا ټایمز لیکی چی له هغه وخت راهیسی چی طالبان په ٢٠٠١ م کال کی له قدرت نه وغورځول شول نو وروسته بیا په دی قادر شول چی خپل ځانونه بیره له سره منظم کړی. په تیرو دری کلو نو کییی یو موثر بغاوت دخارجی قواو داشغال سره د مخالفت، په اداری فساد اخته اوبی کفایته حکومت سره دمخالفت او غیر پښتنو د خطر پر بنامنځته راوستی دی. ایشیا ټایمز لیکی چی دغرب له خوانه ناسم اقدامات اود افغانستان د حکومت څرنگوالی هم د بغاوت په راپورته کیدلو کی نقش لرلی دی. په دی کی د طالبانو د توافق قالیت له شرایطو سره هم نقش لری.

ایشیا آن لاین د طالبانو د مشکلاتو په برخه کی هم لیکی چی دهغوی مشرانو ډیر تلفات گاللی دی. په دی کی په دی نیژدی وخت کی دادالله اخوند او اختر محمد عثمانی دوه مهم قومندانان ووژل شول. او د بی پیلوټه الوتکیو د حملی خطر د کویټی شوری هم احساسوی.

دطالبانو جنگیالی له غربی قواوسره داسی جگړه نشی کولی تر څوی سخت اوستونزمن تلفات ونه گالی. او اکثره جگړی کم نظامی اهمیت لری. د طالبانو لپاره په منظمو عسکری بارکونو او قشلو باندی د سختو تلفاتو باعث کیږی.

ایشیا ټایمز لیکی چی په دی توگه هغوی په دی قادرندی چی یوه قاطع نظامی ضربه وارده کړی او د یاغیانو قوه په دی قادر شی چی دکابل حکومت له پښو وغورځوی او یا په بشپږ ډول دامریکا دخلکو ترمنځ د جگړی ملاتړ ختم کاندی. په دااوس وخت کی هغوی د سړکی دغاړی په بمونو زیاته اتکا کوی .

داوه د طآلبانو محدودیتونه وو خو غرب هم محدودیتونه لری. غربی قواوی هم قاطع بری نشی ترلاسه کولی. دهغوی داهلی ځلی چی د یاغیانو قوماندانان ځانته راجلب کړی تراوسه پوری موثری ندی.

دافغانستان پوځ لاتراوسه پوری هم ترزیاتی اندازی پوری په حآشیه پاتی دی. په داسی محلی ځایونو کی موقعیتونه خوښویچی نسبتان خوندی وی؛ دمحلی متارکی لپاره له یاغیانو سرهمذاکرات کوی. په مشکل سره له غربی قواو سره داسی انډیوالی کوی چی په غربی پایتختو نو کی ملاتړ پیداکاندی. غربی قواوی د یاغیانو په هکلهپه کافی اندازه استخبارات نلری. یوه جنرال په دی نیژدی وخت کی داومنله چی ددوی عملیات ددښمن په کمزوری کولو باندی کمی اغیزی لری.

داگرانه ده چی دافغانستان مقایسه له عراق سره وشی ځکه چی د افغانستانپښتون بغاوتتراوسه پوری له غټ داخلی دښمن سره مخامخ شوی ندی، لکه څنگه چی په عراق کی سنی یاغیان مخامخ شول.په عراق کی القاعده محلی خلکو ته درناوی نه درلود. خو په افغانستان کی د بغات مخالفین له نظره غورځول کیدلی شی.

ایشیا ټایمز لیکی چی زیاتره امریکا یی عسکر د پنځم ځل لپاره عراق اویا افغانستان ته تللی دی. د جنگ ستړیا پرهغوی اغیزه کوی. په هغوی کی ډیر کسان په سختی سره خپله کرکه دمحلی خلکو په برخه کی پټولی شی. له کومو شواهدونه پرته هغوی د یاغیانو خواخوږی بولی.

افغانان په تاریخی لحاظ په خارجیانو باندی بد گومانی لری. دهغوی د تاریخ زیاته برخه په دی تیره شویده چی خارجی بریدونه په شا وتمبوی داکار له پخوانه تراوسه پوری روان دی.

XS
SM
MD
LG