د لاس رسي وړ اتصالات

شرق الاوسط: د سعودي منځگړتیا طالبانو ته وروستی فرصت دی


الشرق الاوسط نړیواله عربی ورځپاڼه لیکی چی دافغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولی لپاره د سعودي عربستان منځگړتیا د طالبانو لپاره وروستی فرصت دی.

دالشرق الاوسط نړیواله ورځپاڼه لیکی چی دافغانستان جمهوررئیس حآمد کرزي غږ کړیدی چی سعودی عربستان دی دافغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ او قبایلی ډلو ترمنځ منځگړتوب وکړی؛ ددی لپاره چی په افغانستان کی سوله منځته راشی. ورځپاڼه لیکی چی دا ډیرښه اقدام دی خو پکارده چی ډیر پخوا شوی وای.

ورځپاڼه لیکی چی د سعودی عربستان دموقف په نظر کی نیولو سره په اسلامی نړۍ کی داهیواد ددی نقش لپاره ترټولو غوره او باکفایته هیواد دی. پردی سربیره د سعودی عربستان منځگړتیا نړیوال منښت لری.

طالبان په بله توگه نشی کولی چی له خپل نړیوال تجرید او انزوا په بله توگه ځان خلاصکړی بیله دینه چی دسعودی عربستان د حکومت منځگړتوب ومنی. دشرق الاوسط ورځپاڼه لیکی چی دایوازینی لاره ده چی د طالبانو لپاره خلاصه ده او پکارده چی طالبان دالاره بنده نکړی.یوازی داخبره نه ده بلکه سعودی عربستان دهغوی دری هیوادونو له جملی نه یوهیواد و چی د طالبانو حکومت یی په رسمیت پیژندلی و.

داهغه وخت و چی طالبانو کوشش کاوه چی دافغانستان اتباع دافغانستان د جنگسالارانو له استبدادنه خوندی وساتی. هغوی د اداری فساد سره مقابله وکړله او په افغانستان کی یی د کوکناروکرل بند کړل.

الشرق الاوسط لیکی چی کله طالبانوپه افغانستان کیاکثرو سیمو قدرت ونیو نو په خپلو کارونو کی یی له افراط نه کار اخیستل پیل کړل. هغوی د معاصر ژوند په نمایندگی باندی بندیز ولگاوه، د ښځوحقوق یی محدود کړل. حتی دافغانستان اثار دهغوی د تنگ نظری او افراطیت نه خوندی پاتی نشول.

د الشرق الاوسط نړیواله ورځپآڼه لیکی چی د طالبانو تر ټولو غټه اشتباه داوه چی افغانستانیی د ترهگرانو او ترهگرو لپاره د سیب په ځای بدل کړ.

داهغه بدلون و چی دهغوی شخړه یی له نړیوالی ټولنی سره گړندی کړله. په دغه شخړه کی، د سپتمبرد ١١می نیټی د بریدونو نه وروسته، هغوی مات وخوړله. ورځپاڼه لیکی چی د سعودی عربستان د خارجه وزارت له خوانه چی کوم خبرلیک خپور شویدی په هغه کی ویل شویدی چی د جمهوررئیس کرزی له خوانه د سعودی د منځگړتیا غوښتنه منطقی کارد ی، ځکه چی هغوی دادروازه نده بنده کړی. خو په خبرلیک کی ویل شویدی چی پکارده د افغانستان حکومت په رسمی ډول دغه غوښتنه وکړی. او طالبان خپل نیت تصدیق کړی چی په مذاکراتو کی به برخه واخلی او له تروریستانو سره خپلی اړیکی وشلوی.

د سعودی عربستان شهزاده سعود الفیصل وویل چی د طالبانو مخلصانه هلی ځلی د سولی په برخه کی باید داسی پیل شی چی له افراطیانو سره اړیکی وشلوی او اسامه بن لادن ته د پناه ورکول بند کاندی. هغه وویل چی دا به منطقی نه وی چی سعودی عربستان دداسی دوه ډلو ترمنځ منځگړتوب وکړی چی یوه یی داسی ترهگرو ډلو ته پناه ورکوی چی له سعودی عربستان سره اوپه مجموع کی له ټولی نړۍسره دښمنی کوی.دالشرق الاوسط ورځپاڼه لیکی چی دجمهوررئیس کرزی غږ ښایی د طالبانو لپاره د هیلی یوازینی لاره وی چی له دغی نړیوالی انزوا او تجرید نه راووزی. له بی ځایه کیدو او تعقیب نه خلاص شی. داد طالبانو لپاره ښه فرصت دی چی دخپل ځان په هکله تصور کی بدلون او پرمختگ راولی. خپل اشتباهات او له نړیوالی ټولنی سره خپلی اړیکی سمی کاندی. په دی توگه به هغوی د افغانستان د ټولنی دمنلو وړ ډله وگرځی.

دالشرق الا وسط ورځپاڼه په پای کی لیکی چی ایا طآلبان به له افراطیانو سره د خپلو اړیکو، له شلولو نه وروسته ژوندی پاتی شي ؟ ایا هغوی به له خپلو پخوانیو اشتباهاتو نه تیرنسی چی په ماضی کی یی کړیدی ، اوله خپلو انډیوالانو سره یی سقوط وکړ؟ دهغو نتیجه معلومه ده.

په داسی حال کی چی دافغانستان حکومتنن د طالبانو د منځگړتوب لپاره غږ کوی او طالبان دارد کړی نو دوی به دافغانستان د حکومت اونړیوالو لپاره دغوره کولو لاری محدودی کړی. په دی توگه به د طالبانو او دهغوی دانډیوالانو خلاف جگړی کولو نه پرته بله چاره نه وی.که چیری داکار پیښ شی نو طالبانو به یوه وژونکی او مهلکه غلطی کړی وي.

XS
SM
MD
LG