د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو قومندان وايي افغانستان کې حالت ښه شوی


په افغانستان کې د امریکا اوایتلافی قواوو قوماندان ستنلی مک کرسټل وایيکومه بې امنیتی چې څلور میاشتې دمخه پیل شوې وه اوس دریدلې ده.

دی وايي هغه ستراتیژی چې د ډسمبر په میاشت کې د جمهور رئیس اوباما له خوا اعلان شوې وه او اوس زیات عسکر افغانستان ته راځی داسې ښکاري چې د متحدینو او افغانی امنیتی مقامات به په هیواد کې امنیت راولی.

د افغانستان مسئله په استانبول کې د ناټو ددفاع د وزیرانو په غونډه کې هم یاده شوې ده.

جنرال مک کرسټل مخکې له یو لړ مشکلاتو سره مخا مخ شو کله چې هغه وویل چې وضع مخ په خرابیدو ده او که ناټو نور عسکر را ونه لیږي نو دوی به ناکامه شي.

اوس چې له څو میاشتو وروسته دافغانستان امنیتی قواوې او دیرش زره نورې امریکایی قواوې او د ناټو یو څه عسکر هلته ورغلي دي نو دهغه نظر بدل شوی دی.

جنرال مک کرسټل وایی:«زه اوس هم په دې عقیده یم چې د افغانستان وضع جدی ده. زه اوس نه وایم چې وضع زیاته خرابیږی. څه چې ما په تیر اوړی کې ویلي وو هغه سمه خبره وه.»

جنرال مک کرستل په دې ټینگاروکړ چې متحدین په افغانستان کې بریالی کیږی. دی وايی چې ایتلافی قواووتیر کال ښه پرمختگ کړی او سږ کال به نور پرمختگ هم وکړی. جنرال مک کرسټل وايي:

«زه نه غواړم چې د وضعې په باره کې یوه نقشهوباسم. څه شی چې زه وینم او څه چې پیشگويي کولی شم هغه تاسې ته وایم.»

جنرال مک کرسټل وايي چې مشکله ده په افغانستان کې دجنگ د وضعې په باره کې څه وویل شی. دا داسې جنگ نه دی چې سړی وايي څوتنه به مړه کړی اوڅومره ځمکه به ونیسی او څومره پلونه والوزول شي. دا ټوله مفکوره ده. خو یو شی دادی چې مهم د افغانستان خلک دي نه یوشمیریاغیان.»

جنرال مککرسټل وايي چې هم ایتلافی قوتونو او هم د افغانستان امنیتی قواووته باید وویل شی چې دوی د طالبانو نه جنگ گټی.

د روانې هفتې په اولو ورځو کې د امریکې دلویودرستیزانو رئیس جنرال مایک مولن وویل چې طالبان اوس هم په افغانستان کې د خپل نفوذ زیاتولو له پاره کوشش کوی.

جنرال مککرسټل هم وايي چې طالبان د خلکو په منځ کې د خپل نفوذ زیاتولو له پاره کوشش کوي. خو ایتلافی قواوې او د افغانستان حکومت هم دا کار کوي. دی په دې عقیده دی چې دایتلاف قوتونه به کامیاب شي.

ده ویلی چې دوی به دهلمند په ولایت کې لویه نظامی حمله وکړی. جنرال مک کرستل وايي:«مونږ له دې سره علاقه نه لرو چې څومره طالبان ووژنو. مونږ غواړوخپل بریالیتوب ووینو . مونږ ټولو ته دا موقع ورکوو چې دوی خپله لاره وټاکی مخ کې له هغه چې په نیمه شپه ورباندې ډز وشی »

دی وايي چې ٢٠١٠ کال به د افغانستان له پاره یو بیساری کال وی. دوی به کوشش کوی چې دافغانستان د امنیتی قواوو له پاره زیات مربیون او معلمان افغانستان ته را شی او امنتی قواوې و روزی.

XS
SM
MD
LG