د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې د سپو جنگولو په لوبه کې چاودنې ٣ تنه ووژل


افغان پولیس وايي چې د هلمند د ولایت په مرکز، لشکر ګاه کې پر موټر سایکل باندې د ایښودل شوي بم په چاودنه کی ٣ کسه ووژل شول او ٢۴ نور ټپیان شول.

پولیس وايي چې دغه چاودنه د خلګو په ګڼه ګوڼه کې چې د سپو د جنګولو نندارې ته ورغلي وو، وشوه.

دغه پېښه په داسي حال کې وشوه چې نړیوال او افغان قواووې په دغه ولایت کې د غټو نظامي عملیاتو د پار تیاري نیسي.

XS
SM
MD
LG